د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی د روسیې سوچي ښار ته ولاړ


د روسیې سوچي ښار
د روسیې سوچي ښار
جمهورریس حامد کرزی روسیې د جمهورریس ویلادیمیر پوتین په بلنه د ژمني المپیک د پرانیستو په مراسمو کې د ګډون لپاره د جمعې په ورځ د روسیې د سوچي ښارته ولاړ.

د افغانستان د جمهورریاست د مطبوعاتو ددفتر له لوری په یو خپورشوي بیان کې وویل شوي دي چې جمهورریس حامد کرزی به د ژمني المپیک د لوبو د پرانیستو په مراسمو کې د ګډون سربیره ،د روسیې د جمهورریس ویلادیمیر پوتین سره لیده کاته وکړي.

همداشان دا بیان وايي چې جمهورریس حامد کرزی به د خپل دغه یو ورځینې سفر په ترڅ کې د چین د جمهورریس شي جین پینګ او د ملګروملتونو د سر منشي بان کي مون سره هم وګوري.

جمهور ریس حامد کرزي سره په دي سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني او د جمهور ریس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم ملګرتیا کوی.

په پام کې ده چې د د ژمني المپیک د لوبو سیالۍ د روسیې د سوچي په ښار کې د جمعې په ورځ پیل شي.

د روسیې د سوچي په ښار کې په دي ژمنيو سیالیوکې تر ۲۹۰۰ پوري د لوبغاړو د ګډون اټل کیږي.

د رپوټونو له مخې پر دغو سیالیو نږدې ۴۰ میلیارده ډالرلګیدلي دي.
XS
SM
MD
LG