د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ یوه بله تاریخي ورځ


Afghanisan cricket 19
Afghanisan cricket 19
د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ټیم د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام دویم پړاو ته ورسید.

د افغانستان د کرکټ نولس کلن ټیم نن په ابوظهبي کې د نمیبیا ټیم ته په څلورو وکټو ماتې ورکړه.هم نن د افغانستان په گروپ کې د اسټریلیا ټیم د بنگله دیش ټیم ته ماتې ورکړه. چې په نتیجه کې اسټریلیا او افغانستان د خپل گروپ په سر کې راغلل او د کرکټ نولس کلنو ځوانانو د ټیمونو نړیوال جام دویم پړاو یا کواټر فاینل ته ورسید.

په ننۍ لوبه کې د افغانستان له لوری توپ اچونه کې مسلم موسی درې لوبغاړي وسوځول. په توپ وهنه کې مجتبی او حشمت نیمه نیمه سلیزې وکړې او کپتان ناصر جمال ٣٩ منډې وکړې او ټیم ته ېې بری ترلاسه کړو.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د ټیم یو مسول ولي امین وايي چې دا ورځ د افغانستان دپاره یوه تاریخي ورځ ده. ځکه چې په لومړی ځل افغانستان د کرکټ په یو نړیوال جام کې د سر په اتو ټیمونو کې ځانته ځای مومي او دا ېې ثابته کړه چې افغانستان په دې لوبه کې هر ټیم ته ماتې ورکولی شي.

د افغانستان د کرکټ د نولسو کلنو ځوانانو ټیم به د فروري په درویشتمه په شارجه کې د جنوبي افریقه د ټیم سره مخامخ کیږي. افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ټیم په کال ٢٠١٠ او ٢٠١٢ کې هم د کرکټ نړیوال جام ته رسیدلی و او د څلورو کالو په موده کې د څوارلسم مقام نه اتم مقام ته را ورسید.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG