د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي د حقاني ډله وځپي


امریکا د حقاني شبکې د ترهگرو پر ضد هڅې گړندۍ کړي
امریکا د حقاني شبکې د ترهگرو پر ضد هڅې گړندۍ کړي
د رویترز خبري اژانس د یو شمیر امریکایي چارواکو په وینا وایي امریکا د حقاني شبکې اړوند طالبانو پر ضد خپل هڅې په دې مقصد گړندی کړي چې د بهرنیو محاربوي ځواکونو له وتلو دمخه په افغانستان کې پر وسلوالو مخالفینو وروستی برید وکړي.

د رپوټونو له مخې د جمهور رئیس اوباما ادارې د ترهگرو ډلو پر ضد د هڅو د هم اهنگۍ لپاره په کابل کې یو ځانگړی نوی واحد جوړ کړی دی.

دا کار د تېر کال په وروستیو کې د یوې نوې ستراتیژۍ د یوې برخې په توگه چې په هغه کې گڼ شمېر حکومتي ادارې گډون لري، پلان شوی و.

د حقاني شبکې اړوند طالبانو پر ضد دا هڅې پداسې حال کې گړڼدی کیږي چې د پاکستان په اړه داسې پوښتنې راولاړې شوي چې آیا دا هیواد به ددې مخالفو ډلو پر ضد گام اوچت کړي او که نه؟

ځني امریکایي چارواکي پدې باور دي چې د پاکستان استخباراتي اداره ددې ډلو څخه ملاتړ کوي.

داسې رپوټونه هم شته چې د حقاني ډله په افغانستان کې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه لري، لکه په کابل کې د هند پر سفارت بمي برید، په ٢٠١١ کال کې د امریکا پر سفارت برید او گڼ شمېر نور موټر بمي بریدونه.

داسې هم ویل کیږي چې یواځنی ورک شوی امریکایي سرتیری به هم د حقاني د ډلې سره بندي وي.

امریکا غواړي له افغانستان څخه تر وتلو دمخه د حقاني شبکې اړوند طالبان وځپي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

ځني افغان او امریکایي چارواکي وایي که پاکستان پخپله خاوره کې د حقاني په څېر ډلې ونه ځپي او یا مخنیوی یې ونکړي، امریکا ښایي ونشي کړای چې په جدي توگه دا ډلې کمزورې کړي.
XS
SM
MD
LG