د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آسیا د کرکټ پنځم ستوری


په بنگله دیش کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبې
په بنگله دیش کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبې
هغه افغان ځوانان چې د هند، پاکستان او سريلانکا د کرکټ لوبغاړو د لوبو په لیدو ېې د کرکټ سره مینه پیدا شوې وه، نن د هغوی په وړاندې لوبه کوي.

چا دا باور کولی شو، هغه افغان ځوانان چې د هند، پاکستان او سريلانکا د کرکټ لوبغاړو د لوبو په لیدو ېې د کرکټ سره مینه پیدا شوې وه، نن هماغه ځوانان ددغو هیوادونو د ملي ټیمونو سره په یو میدان کې لوبه کوي.

که څه هم چې د کرکټ لوبه په انګلستان کې رامنځ ته شوې، خو د مینه والو شمیر ېې په آسیا کې تر ټولو زیات دی او ټول وگړي یې د کرکټ سره بې سارې مینه لري، همدا وجه ده چې کرکټ په غیر رسمي توګه ددې ملکونو ملي لوبه ګڼل کیږي.

خو هغه پرمختگ چې افغانستان په دې تیرو نژدې شلو کالو کې د کرکټ په ډگر کې کړی ددې هیواد لوبغړي ددې جوگه دي چې د هغو ملکونو سره مقابلې ته راووځي چې د سلو کالو راهیسې کرکټ کوي.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړو په لږ وخت کې لومړی نړۍ او بیا اسیا ته وښوده چې دوي د کرکټ په نړیوال میدان کې ځانته ځای موندلی دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نړیوالې لوبې
دا درېم ځل دی چې افغان ملي لوبدله د کرکټ د شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته رسیږي. په لومړي ځل ېې په اسټرلیا کې د ۲۰۱۵ کال نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته لاره ومنده.

د نولس کلنو ځوانانو ټیم ېې درې ځله د یو ورځنیو نړیوال جام ته رسیدلي. افغانستان چٍې تراوسه د کرکټ د دويمې درجې یا ایسوشیټ هیواد دی خو په نړۍ کې ېې د خپلې کچې ټول ټیمونه څو څو ځله مات کړیدي.

اوس د بنګله دیش د اسیا جام په سیالیو کې افغانستان ته فرصت برابر شوی چې د اولې درجې د څلور ټیمونو پاکستان، هند، سريلانکا او بنګله دیش هر یو سره یو ورځنۍ سیالي وکړي او هڅه وکړي چې خپله وړتیا وښيي او لږ تر لږه یو ټیم مات کړي.

کرکټ د زحمت سره د قسمت لوبه هم ده. او افغان ځوانان دې ته گوري چې خپل ولس ته کله ستر زیری ورکوي.

په دې څلور ټیمونو کې افغانستان د پاکستان سره تر اوسه په یوه یو ورځنۍ لوبه او یوه شل اوریزه لوبه کې مخامخ شویدی او د هند د ملي ټیم سره په دوه شل اوریزو لوبو کې او د بنګله دیش سره درې ځله مختلفو لوبو کې مخامخ شویدی. خو تراوسه ېې کامیابي نه ده برخه شوې.

د سريلانکا د ملي ټیم سره به په لومړي ځل د مارچ په دریمه نیټه د میر پور په میدان مخامخ کیږي.

د پاکستان سره په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې چې شارجه کې شوې وه، لوبه په اخري بال د پاکستان په ګټه تمامه شوه په داسې حال کې چې افغانستان ورسره تر اخره مقابله کړې وه.

د کرکټ په تیرو دوه شل اوریزو نړیوال جامونو کې افغانستان د هند د ټیم سره سخته مقابله کړې وه او دویمه لوبه کې چې سريلانکا کې شوې وه هلته خو ېې هند ماتې ته نژدې کړی و، خو د تجربې او مهارت د کمي په سبب ګټه ونشوه.

د بنګله دیش د ملي ټیم سره د افغانستان ملي او الف ټیمونو مختلفو میدانو کې رسمي او غیر رسمي لوبې کړیدي، خو تراوسه بنګله دیش د ماتې نه بچ پاتې دی، او د سريلانکا ملي ټیم به په لومړي ځل افغان ځوانان د بنګله دیش په میدان کې ویني.

افغانستان په دې دومره موده کې نوره هم تجربه موندلې ده، سريلانکا کې ېې کامیابې تمریني لوبې کړیدي، ځوان لوبغاړي ېې ډیر ښه خلیدلي دي، د مشرانو تجربې ېې نورې هم پخې شویدي.

نامتو توپ اچونکی حمیدحسن اوس پوره اماده دی چې خپل جوهر وښيي.

افغانستان به د کپتان محمد نبي په مشری د فبروري په ۲۷ د ډهاکې په فتح الله میدان د سیال ټیم پاکستان سره مقابلې ته ووځي.

پاکستان د اسیا د کرکټ اوسنی قهرمان دی او د خپل امتیاز دفاع کوي. دویمه لوبه ېې په همدې میدان کې د مارچ په لومړۍ نیټه د کوربه ټیم بنګله دیش سره وي.

بیا به مارچ په دریمه د سریلانکا قوي ټیم سره پنجه نرمه کړي او وروستۍ لوبه ېې د مارچ په پنځمه د یو ورځنیو لوبو نړیوال قهرمان هند سره وي.

دا څلور واړه لوبې ماسپیښین مهال پیل کیږي او تر نیمې شپې به دوام لري.

د افغانستان ملي ټیم بنګله دیش ته د یو هدف په لټه کې دی او هغه دا دی چې د اسیا د کرکټ په میدان کې ځان مطرح کړي او نور څلور ملکونه دا ومني چې د اسیا د کرکټ په آسمان کې یو بل ستوری راختلی او ځلیدلی دی چې هغه افغانستان دی.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG