د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې کریکټ د انتخاباتي کمپاینو ځای نیولی


afghan cricket
afghan cricket
په افغانستان کې ځینې سیاستوال، د ټاکنو کمپاینران او د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي په اسیا کپ کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې بریا او ګډون پر روانو انتخاباتي کمپاینونو خپل سیوری غوړولی دی.

په افغانستان کې ښايي نژدې ټولې غږیزې، انځوریزې او ټولنیزې رسنۍ د افغان کریکټ ملي لوبغاړو پر خبرونو، تصویرونو، ستایلو او د هغوی پر نیمګړتیاو ورټولې دي.

ځینو سیاستوالو هم هڅه کړې چې ددغو لوبو پر لیدو لږ تر لږه د یو څو ورځو لپاره سیاست ته شا او په نړیواله کچه پر تلویزونونو د خپلو ملي اتلانو په لیدلو خوښۍ وکړي.

افغان وکیله ګلالۍ نور ساپۍ همداسې یوه سیاستواله ده چې وايي په بنګلدیش کې د افغانستان روانو لوبو ترې لږ تر لږه د اوس لپاره سیاست هېر کړی دی.

نوموړې زیاتوي « د افغانستان د ملي اتلانو بري او په نړیوالو لوبو کې د دوی ګډون، موږ ځینې وخت دومره احساساتي کوي چې نه پوهیږو سیاست څه شی دی، یانې موږ نه یې خپل سیاسي ژوند هېر کړی دی، او یوازې د لوبې له لیدو خوند اخلو.»

د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو کماپنرانو هم خپل کاندید ته د مبارزې پر ځای، افغان کریکټ ملي لوبغاړو ته کمپاین پیل کړی، په دې، یعنی کمپاین یې پرېښی او کریکټ لوبې او کریکټ لوبغاړو ستاینو ته یې مخ کړې ده.

د اشرف غني احمدزي یو رضاکار کمپاینر غوث الدین فروتن وايي « موږ ددغو لوبو لیدلو ته بشپړ چمتوالی نیولی دی، بېرغونه مو جوړ کړي او د لوبغاړو تصویرونه مو چاپ کړي دي، کمپاین خو لا څه کوي چې موږ نه یې خپل شخصي او رسمي ژوند هم هېر کړی دی.»

د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې سیمه ییزو راډیو ګانو هم د خپلو سیاسي او انتخاباتي بحثونو پر ځای، د افغان کریکټ ملي لوبډلې لوبې ژوندۍ خپروي.

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د کلید راډیو مرستیال یحیی یعقوبي په دې باور دی چې اورېدونکي یې د سیاست پر ځای تفریحي خپرونې ډېرې اورې، « زموږ اورېدونکي له لوبو سره ډېره مینه لري، دا سمه ده چې اوس د انتخاباتي منډو ترړو وخت دی، خو چې کریکټ وي او لوبه وي، بیا ستونزمنه ده چې پر اوریدونکو دې سیاسي او یا هم کوم انتخاباتي بحث او شننه واورول شي».

کریکټ لوبو په ټولنیزو رسنیو کې هم تر ډېره د انتخاباتي کمپاینونو ځای نیولی دی. په سلګونو او یا هم ښايي په زرګونو افغانانو او د کریکټ مینوالو د سیاست او انتخاباتي کمپاین پر ځای پر خپلو فیسبوک پاڼو او نورو ټولنیزو شبکو د افغانستان د لوبغاړو په تړاو لیکنې کړې وي.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال نعمان دوست وايي « افغانان له تېرو شاوخوا دریو لسېزو جګړو او خپلو مشرانو له شعارونو او درواغجنو وعدو او ژمنو څخه ستړي شوي دي، دوی اوس رښتینو اتلانو ته اړتیا لري چې هغه لوبغاړي دي، زه هم پر خپل فیسبوک د سیاست او یا هم کومې انتخاباتي موضوع پر ځای، پر کریکټ بحث او لیکنې خپروم او خپل رښتیني اتلان لمانځم.»

افغانستان د خپل ورزشي تاریخ په لړ کې په لومړي ځل د اسیا له څلورو نورو پیاوړو هېوادونو سره مخامخ کیږي چې ټولې لوبې یې په ژوندۍ بڼه پر تلویزونونوهم خپریږي.

افغان کریکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې بنګلدیش ته په ماتې ورکولو د کریکټ پوهان او مینوال ګوته په غاښ کړي.

په خپله ولسمشر کرزي هم دغه لوبې ولیدلې او تر څنګ یې د ولسمشرۍ نژدې ټولو کاندیدانو، د دغه بري مبارکۍ ورکړې.

په پام کې ده چې افغانستان چهارشنبه د فبرورۍ په ۵ نېټه خپله وروستۍ کروپي لوبه له هند سره وکړي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG