د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د کریمیا حالات د سړې جگړې انځور؟


د اوکراین د کریمیا حالاتو د روسیې او لویدیځو هیوادونو ترمنځ کړکیچ رامنځ ته کړی دی
د اوکراین د کریمیا حالاتو د روسیې او لویدیځو هیوادونو ترمنځ کړکیچ رامنځ ته کړی دی
د کریمیا سیمه ییز پارلمان هوډمن دی چې د اوکراین څخه د کریمیه د جلا کیدو او د روسیی سره د یو ځای کیدو لپاره پلان شوی ریفراندم د امریکا له لورې د بندیزونو د لگولو له گواښونو سره سره پلی کړي.

امریکا وایي په کریمیا کې پلان شوی رفراندم د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندی کول دي.

پداسې حال کې چې امریکا او اروپایي ټولنه غواړي روسیه دیته وهڅوي چې د اوکراین د نويو چارواکو سره خبرو ته کیني، کرملین دا وړاندیز ردوي او په اوکراین کې د واک بدلون غندي او هغه د هغه هیواد د اساسي قانون خلاف یوه کودتا گڼي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین نوي چارواکي د سخت دریځو د لاس اله گڼي.

سرگي لاوروف زیاتوي « دا کړکیچ د اوکراین کورنۍ مسله ده چې له بهر څخه یې الهام اخیستی، نه زمونږ له پلوه. موقت حکومت چې تاسې یې یادوی خپلواک ندی. له بده مرغه دا پر سخت دریځو نشنالستانو پورې اړه لري چې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې یی واک ترلاسه کړی دی.»

بلخوا د کریمیا سیمه ییز پارلمان د پلان شوي ریفراندم پلي کول غواړي کوم چې کریمیه د اوکراین څخه جلا کوي.

د کریمیا د رفراندم د کمیسیون مشر میخایلو مالیشیف وایی « ... مونږ به د رایو د پاڼو د چاپیدو پر مهال امنیت ټینگ کړو او د مارچ په شپاړسمه د رفراندم په ورځ به سیمه ییز پولیس دا بهیر تر کنترول لاندی ونیسي.»

د امریکا متحده ایالات بیا په کریمیا کې د ریفراندم پریکړه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندی کول گڼي.

د اوکراین صدراعظم غواړي په روانه اونۍ کې واشنگټن سفر وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

ولسمشر بارک اوباما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې هغه د اروپایي مشرانو سره پدې خبرې موافق دی چې روسیه دې د کریمیا څخه خپل پوځی ځواکونه وباسي، نړیوالو څارونکو او د بشري مرستو کارکوونکو ته دې د فعالیت اجازه ورکړي او د می په میاشت کې د جمهوري ریاست د ازادو او عادلانه ټولټاکنو ملاتړ دې وکړي.

په دې ترڅ کې د اوکراین صدراعظم ویلي چې په روانه اونۍ کې واشنگټن ته ځي چې د روسیې او د اوکراین د کریمیه سیمې په هکله د رامنځ ته شوي کړکیچ په اړه د امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG