د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین سیاسي کړکیچ او د ټولنیز رسنیو رول


مصطفی نعیم وایي دا د اوسني ځوان نسل مسئولیت دی چې د دارنگه ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي
مصطفی نعیم وایي دا د اوسني ځوان نسل مسئولیت دی چې د دارنگه ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي
د اوکراین پر سیاسي کړکیچ باندې د کریمیا په اړه د روسیې دریځ سیوری غوړولی، خو ټولنیزی رسنۍ چې د حکومت ضد مظاهرې یې را وپارولې لا هماغسې فعالې دي.

ددې ټولنیزو رسنیو یو مهم او فعال غړی افغاني الاصله ژورنالیست مصطفی نعیم دی چې وایي « د دوی انقلاب لا پای ته ندی رسیدلی.»

مصطفی نعیم په ١٩٨١ کال کې په کابل کې زیږیدلی خو اوس د اوکراین اوسیدونکی دی.

د ٢٠١٣ کال د نوامبر په میاشت کې هغه په فیس بوک کې یو لیک خپور کړ چې په نتیجه کې یې له زرو څخه زیات اوکراینیان په کیف کې سره راټول شول.

هغوی د ولسمشر یانوکویچ ددې تصمیم پر ضد وو چې له اورپایي اتحادیې سره د آزادې سوداگرۍ تړون یې ځنډاوه.

وروسته دا مظاهری دومره سترې شوې چې د گډون کوونکو شمیر یې شاو خوا سل زرو ته ورسید، او ورو ورو په ټول اوکراین کې خپرې شوې.

مصطفی نعیم وایي دا د اوسني ځوان نسل مسئولیت دی چې د دارنگه ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي تر څو سترې بریاوی ترلاسه کړي.

مصطفی نعیم وایي فکر یې نه کاوه چې د هغه د فیس بوک پیغامونه دې چې د کیف د آزادۍ په څلور لارې کې یې مظاهره کوونکو ته استول دومره موثر وي چې مظاهره کوونکي سره داسې متحد کړي چې په پایله کې ولسمشر اړ شي چې له هیواد نه مسکو ته وتښتی.

مصطفی نعیم وایي مظاهره کوونکو د هغه د فیس بوک لیکنو ته ځواب نه وایه بلکې هغوی د دولت د هغه تصمیم په وړاندې غبرگون ښوده چې د اروپا سره د پیوستون پروسه یې دروله. نو زما پیغام ښایي صرف یوه وسیله وي نه بل څه. زه فکر نه کوم چی ما شخصا او یا زما پیغام دې دا کار کړی وي، دا هغه غوسه وه چې هماغه ورځ په ټولنه کې موجوده وه.

د ټولنیزو رسنیو نور اوکرایني فعالین
ایلینا نومې اوکراینۍ چې په خپله خوښه یې په مظارهرو برخه اخیستې ده وایی دا ټولنتیزې رسنۍ وې چې نړی یې له دی نښتو څخه خبره کړه او لمړی گام ټولنیزو رسنیو پورته کړ.

یو صربي کارپوه زحیل کوی مهرچک وایي فیس بوک او دی ته ورته روسي انترنیټ پاڼې د عاجلو رامنځ ته کیدونکو پیښو په هکله د معلوماتو اصلي منابع دي.

هغه زیاتوي «مونږ به په خپلو انترنیټ پانو کې په هرو پنځلس دقیقو کې د پیښو نوي خبرونه خپرول او خلک به مو له نویو پیښو څخه خبرول او مونږ هلته په میدان او سیمه که خبریالان در لودل.»

خو د اوکراین د انترنت او ټولنیزو رسنیو هماهنگ کوونکی ماکسیم ساوانیفسکي وایي
« مونږ په څرگنده زیاتې داسې هڅې لیدلي چې کیدای شي د روسیې د استخباراتي ارگان او یا د ځانگړو تنظیم شویو ډلو به وې چې د اوکراین د حالاتو په اړه یې غلط معلومات ترویجول.»

نعیم وایي د کریمیا په هکله د روسیې د دریځ نه رااوچت شوی ډار اوکرایني سیاستوال دې ته اړباسي چې د تل په شان خپلو کارو بار ته مخه کړي.

په اوکراین د ټولنیزو رسنیو فعال مصطفی نعیم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00


افغاني الاصله نعیم همداشان وایي « په همدی خاطر زه فکر کوم دا زمونږ د نسل مسئولیت دی چې مونږ باید بریالي شو، نه یانوکویچ. ځکه چې یانوکویچ د تیموشینکو، یاتسیویک، او کلیچکو مخالف دی، زمونږ مخالف سیستم دی او دا سیستم د دوی ټولو له خوا جوړ شوی دی.»

هغه زیاتوي چې «دوی کوښښ کوي بیا دا سیستم برقرار کړي نو په دې خاطر زه فکر نه کوم چې دادې ددې پاڅون پای اوسي، زه فکر نه کوم چې مونږ دې بریالی شوي یو.»

کارپوهان وایي، د اوکراین په خپل منځي کړکیچ او وروستیو سیاسي تحولاتو کې د ټولنیزو رسنیو ونډه خورا موثره وه، په تیره بیا د کیف د ازادۍ په میدان کې د مظاهرو په اړوند د خبرونو په خپرولو او ترویجولو کې ټولنیزې رسنیو ځانگړی رول ولوباوه.
XS
SM
MD
LG