د لاس رسي وړ اتصالات

افغان بایسکل ځغلونکې د ورزش راتلونکې ته هیله منې دي


افغان بایسکل ځلوونکې
افغان بایسکل ځلوونکې
افغان ښځینه بایسکل ځغلونکې په کابل کې په سختو شرایطو کې تمرینونه کوي چې د آسیايي سیالیو لپاره چې په قزاقستان کې جوړیږي ځانونه چمتو کړي.

د افغان نجونو د بایسکل ځغلونې پنځه کسیزه لوبډله د کابل په ختیځ کې د ځوانانو د یویشتم پړاو آسیايي سیالیو لپاره چمتوالی نیسي چې په راتلونکو لسو ورځو کې په قزاقستان کې ترسره کیږي.

دوی دې سیالیو ته د تیاریو لپاره هره ورځ شاو خوا اویا کیلو مټره واټن بایسکل ځغلوي.

د بایسکل ځغلونې د فدراسیون مشر او ددغو نجونو روزنکی صادق صادقي وايي چې نجونې په خورا سختو شرایطو کې په ډیرو کمو آسانتیاو سره تمرینونه کوي.

مرجان صدیقي چې له تیرو دریو کلنو راپدې خوا د بایسکل ځغلونې لوبه کوي‌ وايي‌ لا تر اوسه هم د ټولنیزو ستونزو له کبله نه شي کولای چې په آزاده توګه تمرینونه وکړي، خو له دې ټولو سره سره غواړي چې بهرنیو سیالیو ته لاړه شي.

مرجان وايي چې دوی سم ځای نه لري چې پکې تمرین وکړي‌ خو مجبوره دي چې د کابل ښار په نا منظمه سړکونو کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.

افغان نجونې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د بایسکل ځغلونې لوبې کوي‌ او وايي چې سولې په تمه دي.
افغان نجونې بایسکل ځلوونکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وايي چې په پام کې لري د لومړي ځل لپاره څلور تنه لوبغاړي د المپیک سیالیو ته هم واستوي چې پخوا یواځې د تکواندو، اتلتیک او جودو لوبغاړو پکې ګډون کړی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو په تیره د ښځینه ورزشکارانو پر وړاندې زیات خنډونه شته او لږې کورنۍ پیدا کیږي چې خپلو نجونو ته اجازه ورکړي چې ورزش ته مخه کړي، په دې وروستیو کلنو کې نجونو ددغه سرحد په ماتولو سره د ورزش په برخه کې بریاوې ترلاسه کړي.

تیرکال د نجونو د بایسکل ځغلونې لوبډلې په پاکستان کې په یو لړ سیالیو کې دریم مقام ګټلی و او په هند کې په آسیايي سیالیو کې هم ګډون کړی و.
XS
SM
MD
LG