د لاس رسي وړ اتصالات

چینايي بانکونو له افغانستان سره ډالري حوالې ځنډولي


د چین ځینو بانکونو له افغانستان سره د ډالرو حوالې ځنډولي دي .
د چین ځینو بانکونو له افغانستان سره د ډالرو حوالې ځنډولي دي .
د افغانستان بانک وايي که پارلمان د ۲۰۱۴ کال د جون تر پایه، د ترهګرۍ د مالي تمویل او پېسو سپینولو د مبارزې قوانین تصویب نه کړي، دغه هېواد به د نړۍ نورو هیوادونو ته د پېسو په انتقال راانتقال او حواله کولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

دا مهال نژدې ټول افغان تجاران او پانګوال له بهر نه افغانستان ته واردات لري چې، پېسې له ځانه سره نغدې نه وړي او، د بانکونو له لارې یې نورو هېوادونو ته حواله کوي، چې چین یې په سر کې راځي.

د ځینو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چین د ځينو امنیتي اندېښنو له کبله وار د مخه له افغان بانکونو سره د پېسو حواله او راکړه ورکړه بنده کړې ده، خو د افغانستان بانک دغه خبره نه مني.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال خان افضل هډه وال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، افغان بانکونه له چینايي بانکونو سره مخامخ رابطه نلري او هره مالي معامله د نورو بانکونو په واسطې او نیابت کیږي.

ښاغلي هډه وال زیاته کړه « د افغانستان د تجارت د بانکونو تصفیه د نورو بانکونو په واسطه کیږي، او د ډالرو تصفیه په نیویارک کې کیږي او بیا له هغه ځایه د نورو بانکونو په مرسته، نورو بانکونو او هېوادونو ته حواله کیږي، افغانستان له ځینو جرمني بانکونو سره دغه رابطه لري، له چین سره یې نه لري، یوازې نوي کابل بانک د چین له کوم بانک سره دغه رابطه درلودله، نور یې نه لري.»

خو ښاغلی هډه وال وايي که افغان پارلمان ژر تر ژره د ترهګرۍ د مالي تمویل او پېسو د سپینولو پر ضد قوانین تصویب نه کړي، افغان اقتصاد به لوی زیان وویني.

هغه زیاته کړه « د مالي تنظیم سازمان چې، په دغه برخه کې معیارونه او قوانین جوړوي، افغانستان یې معیارونه او پلانونه منلي او امضا کړي دي، د ژمنې له مخې افغانستان باید اوس د دغه سازمان ټول معیارونه تطبیق او عملي کړي، که د جون میاشتې تر پایه د ترهکرۍ د مالي تمویل او پېسو د سپینولو د مبارزې قوانین تصویب نه شي، نو افغانستان به په تور لست کې داخل شي، یانې نورې نړۍ ته د پېسو په انتقال او راانتقال کې له ستونزو سره مخامخ شي او پر افغان اقتصاد به ډېرې بدې اغیزې وکړي.»

ښاغلی هډه وال وايي افغانستان وار د مخه دغه قوانین لري خو باید تعدیلات په کې راشي .
په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین ځینو بانکونو په ژینیانک کې له یوې چاودنې وروسته، له افغان بانکونو سره د ډالرو د حوالې بندې کړې.

په دغه چاودنې کې په لسګونو تنو ته مرگ ژوبله واوښته.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور له پاکستان او ایران وروسته له چین نه ډېر تجارتي مالونو او توکي افغانستان ته انتقالیږي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG