د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پولیسو د معاشونو د ورکړې په هکله اندیښنې


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش دفتر
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش دفتر
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش دفتر په یو رپوټ کې د افغان پولیسو د معاشونو د ورکړې په هکله اندیښنه څرگنده کړې ده.

سیگار وایي چې په سلو کې اتلس پولیس خپل معاشونه د یو خزانه دار له لارې ترلاسه کوي، او په لړ کې د فساد د رامنځ ته کیدو امکانات شته چې دغه کار په ٢٠١۴ کال کې د پولیسو شاوخوا ۴٥ عشاریه پنځه میلونه ډالره معاشونه گواښوي.

سیگار وایي د معاشاتو د یو روڼ سیستم رامنځ ته کول د یو باوري او صادق پولس ځواک په رامنځ ته کولو کې ستره ونډه لري.

رپوټ دا هم وایي چې د بانک له لارې د معاشونو د ورکړې د پروگرام په پلي کولو سره به د اداري لگښتونو مخنیوی هم وشي چې دا به په دې لار کې یو گام مخ په وړاندې وي.

د سیگار د رپوټ په اړوند د مالیې وزارت د خزانو رئیس مڅمد آقا وایي « د نورستان په ولایت کې بانکي سیستم فعاله نه دی او پولیس د خزانه دارانو نه معاشونه ترلاسه کوي، نور په ټولو ولایتونو کې بانکي سیستم فعال دی او معاشونو د بانکونو له لارې تادیه کیږي.»

د ښاغلي محمد آقا څرگندونې دلته اوریدای شئ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00
مستقیمه لیکه


بلخوا د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش د سیگار د رپوټ په هکله وایي « د امنیتي ځواکونو د معاشونو توزیع په ځانگړې توگه د افغان ملي پولیسو معاشونه له څو کلونو راپدیخوا د بانکي سیستم له لارې چې په ډیرو ولایتونو کې چې خصوصي یا دولتي بانکونه موجود دي ورکول کیږي. د نوموړي څرگندونې دلته اوریدای شئ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG