د لاس رسي وړ اتصالات

د طالب بندیانو خوشې کیدل به د سولې سره مرسته وکړي


د وکیل احمد متوکل سره د امریکا غږ مرکه
د وکیل احمد متوکل سره د امریکا غږ مرکه
د طالبانو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وکیل احمد متوکل وایي د طالب بندیانو خوشې کیدل د سولی د بهیر لپاره د اعتماد او باور زمینه برابرولی شي.

همداشان د امریکا د دفاع وزیر ویلی، د گوانتانامو د زندان نه د بندي طالبانو خوشی کیدل به په افغانستان کی د سولی راوستو ته گټه وکړي.

د افغانستان حکومت د گوانتانامو د زندان نه د پنځو بندي طالبانو په خوشې کولو خوشحاله شویدی، خو ویلي یې دي چې باید دا بندیان افغانستان ته لیږل شوی وای.

دغه پنځه تنه ‍طالبان د قطر د حکومت او د امریکا تر منځ د موافقې په اساس خوشې شویدي.

د امریکا د دفاع وزیر د امریکايي عسکر برگډال سره ددې پنځو بندي طآلبانو د تبادلې په باره کې ویلی دي، هیله ده چی ددې کسانو خلاصیدل به په افغانستان کې د سولی په راوستلو کې مرسته وکړي.

د افغانستاند کورنیو او بهرنیو چارو څارونکي په دې برخه کې مختلف نظرونه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ددغو پنځو بندي طآلبانو خوشی کیدل د سولی د بهیر دپاره د اعتماد او باور زمینه برابرولی شي، او که اینده نوی جمهور رئیس هر څوک چې وي، د روغې جوړې او سولې د راوستو لپاره پخه اراده ولري او منځگړي ایجاد کړي، نو څرگنده ده چې گټه به وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلی، د گوانتانامو د زندان نه د بندي طالبانو خوشی کیدل به په افغانستان کی د سولی راوستو ته گټه وکړي.

ښاغلی متوکل وایي « څرنگه چې دا پنځه طآلبان د امریکا سره بندیان وو، نو باید چې د خلاصیدلو خبرې هم د آمریکا او طالبانو ترمنځ شوی وای.»

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان حکومت وایی دا بندیان باید افغانستان ته استول شوی وای نه قطرته. که افغانستان ته لیږل شوي وای، سولی ته به ېي گټه کړي وای، ښاغلی متوکل وایي « دې به ځکه کومک نه وای کړی چې د افغانستان حکومت ته چې بندیان وسپارل شي، هغه باید یو څه وخت په حکومتي زندانونو کې تیر کړي، او بله دا چې دا د بندیانو عادي خوشی کیدل نه دي، دا د بندیانو تبادله ده، او تبادله د دخیلو اړخونو په خوښی او اختیار کیږي.»

د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ځنې په دې نظر دي چې ددې کسانو خوشی کیدل د طآلبانو بریالیتوب ښي.

ښاغلی متوکل وایي « اصلا دا خبرې په دری شیانو ځنډیدلې وې چې یوه په کې د بندیانو خلاصیدل وو، او هغه ترسره شول. پاتی شوې دوه مسلې هغه په اینده جمهور رئیس پورې اړه لري. که د راتلونکي جمهورریس حکومت په یو نیم کالونو کې، نهایت تر دریو کالونو پورې د سولی دپاره خپل مذاکرات نهایي پړاو ته ورسوي او بیا واک یوعبوري حکومت ته وسپاري نو د سولی یو امید کیدلی شي ، خو که یو پلو د امریکا سره د نظامي اډو تړون ام‍ضا شوې وي، بل پلو جمهور رئیس وغواړي چې خپله اوله دوره او یا حتی د دویمې دورې بشپړول وغواړي چې لس کاله کیږي، نو طبیعي خبره ده چې افغان ولس بیا د یو مجهول او جنگي حالت سره مخامخ کیږي.»

د ښاغلي وکیل احمد متوکل سره د زیبا خادم مرکه دغلته اوریدلی شې:
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:42 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG