د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار اوسیدونکي په ۴۸ ساعتو کې ۷ ساعته برېښنا لري


د هلمند د کجکي بند
د هلمند د کجکي بند
د کندهار د برېښنا شرکت مامورین وايي د افغانانو په شتون سره د کجکي د دریم توربین د ځای پر ځای کولو د پروژې کار گړندی شوی دی.

د بریښنا شرکت د ارزونې له مخې د کندهار ښار د تنویر او د صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره ۱۵۲ میګاواټه برېښنا ته اړ تیا ده.

اوسمهال د باغ پل، شوراندام، برېښنا کوټ او د کجکي په گډون له څلورو منابعو څخه دې ښار ته بریښنا برابریږي چې د باغ پل او ښوراندام د شل میګاواټه ډيزلي جنراتورونو لګښت د ۲۰۱۴ کال تر اخره پوري د امریکا د انکشافي ادارې یا یو اس ایډ په غاړه دی.

د کندهار ښار اوسیدونکي د برېښنا نه موجودیت د خپل ورځني ژوندانه لویه ستونزه ګڼي او ددې ښار یو اوسیدونکی وایي « کندهار تاسي ته معلوم دی چي خورا سخته ګرمي لری خو موږ د برق د نشتون له کبله عادي پکی هم نشو کارولی.» د هغه په اند تر سړکونو هم برق د هغوی لپاره ډیر اهمیت لري.

د کندهار د برېښنا شرکت رئیس انجنیر سید رسول وايي چي د برېښنا په تولید کې يې پر طبعي منابعو پاملرنه زیاته شوې، چي د کجکي بند يې په سر کي یادیږي.

دی زیاتوي چي د افغانانو په حضور سره د کجکي د دریم توربین د نصب په پروژه کي چټکتیا رامنځ ته شوې ده.

هغه وایي « اوس دادی شپږ میاشتي پوره کیږي چي موږ له یو ایس ایډ سره په ګډه کار کوو. د کار اوله برخه مو دادی پایته رسیدونکې ده او دوهمه برخه به هم پیل شي چي په یوه کال کي به پایته ورسیږي. د دریم توربین د ځای پر ځای کیدو سره به موږ اتلس نیم میګاواټه نور برق ولرو چي بیا به له کجکي څخه زموږ د بریښنا تولید پنځوس نیم میګاواټه وي.»

نوموړی په داسې حال کې چې وایي پدې برخه کي ډیر فرصیتونه له لاسه وتلي، خو اوس کارونه ښه پرمخ روان دي. د هغه په وینا چې حتی د دولت وسله وال مخالفین هم اوس د کجکي د پروژې د تطبیق مخالفت نه کوي او دوی تل پرته له کوم خطره د ۲۱۰ کیلومیتره په واټن سره د کجکي – کندهار ترمنځ د برېښنا غځېدلي مزي ترمیموي.

ښاغلی رسول وایي « طالبانو په دې اړه د سیمي مشرانو ته اطمینان ورکړی دی.»

د کجکي د بریښنا د بند لنډه تاریخچه

د کجکي د بریښنا بند په ١٩٥٣ میلادي کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت لخوا جوړ شوی دی. دغه بند سل میتره لوړ او یوه پراخه ساحه یې نیولې ده.
د کجکي د بریښنا د بند منظر
د کجکي د بریښنا د بند منظر

په هلمند کې ددې بند اړخ ته یوه ستره زراعتي پروژه پرته وه چې ډیر شمیر کانالونه، صحي کلینیکونه، ښونځي او نورې آبادۍ درلودې او د پروژې په تکمیلیدلو سره هلمند د افغانستان یوه ډیره مهمه زراعتي سیمه شوی وه او یو وخت دا سیمه د کمکې امریکا په نامه هم یادیدله.

د هلمند په دې پروژه کې په سلگونو امریکایی ډاکټرانو، انجنیرانو او ښوونکو کار کاوه. په ١٩٧٥ کال کې دوه توربینونه د بریښنا په دستگاه کې نصب شول.

د ١٩٧٠ لسیزې په پای کې کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، امریکایانو د هلمند ولایت پریښود او وروسته بیا هلمند او کندهار د طالبانو په مرکز بدل شو.

د شوروي اتحاد د اشغال او د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د کجکي د بریښنا فابریکه په بد حالت اخته شوه، د اوبو کانالونه ډک شول او ډیر شمیر کلینیکونه او ښونځي ونړول شول یا وتړل شول.

د ٢٠٠١ کال په وروستیو کې د امریکا د پراختیا د بین المللي ادارې یا یو اس ایډ توجه یو ځل بیا هلمند خواته واوښتله او د پنځوس ملیونه ډالرو په لگښت یې خپله خورا مهمه پروژه یعنی د کجکي د زنگ وهلي توربینونو نوي کول پیل کړل او د دریم توربین د نصبولو تکل یې وکړ.
د کجکي د بند د بریښنا توربین
د کجکي د بند د بریښنا توربین

خو د کجکي د بیارغولو او د دریم توربین د نصبولو او فعالولو کار بیا هم د امنیتي دلیلونو او په سیمه کې د تاو تریخوالي په وجه څو ځلې وځنډه.

د کندهار ولایت د چارواکو په وینا د امریکا متحده ایالاتو د کجکي د دریم توربین د نصبولو او د بند د بیارغونې لپاره ۴٧١ میلونو ډالرو لگښت په پام کې نیولی و چې د ترمیم کار یې اوسمهال ډیر پرمخ تللی دی.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG