د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند جګړه او د هوایي ځواک محدودیتونه


د ناتو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وایي، په هغه جګړه کې چې د هلمند په ولایت کې د یاغیانو او افغان ځواکونو ترمنځ روانه ده د افغاني لورې سره د اطلاعاتو په ورکړه او د اکمالاتو په برخه کې یې همکاري کړیده.

د هلمند ولایت د سنگین، مارجه، نوزاد، کجکی او موسی کلا په ولسوالیو کې د څو ورځو راهیسې په جګړه کې د هلمند د والي د ویاند عمر ځواک په وینا لږ تر لږه څلویښت غیر پوځي کسان وژل شوي او په سلګونه کورنۍ له سیمې څخه بی ځایه شوي دي.

د آیساف ویاند ستیفنیز، په کابل کې د امریکا غږ ته وویل چې د هغوی په مرستو کې مختلفې برخې لکه استخباراتي او کشفي چارې شاملې دي.

ښاغلی ستیفنز وایي د آیساف ځواکونو په څو تیرو ورځو کې "د هلی کوپتر په وسیله د ټپیانو په لیږدونه، له هوا څخه ټینګه څارنه، استخباراتو، کشفي او لوژیستکي عملیاتو کې یې د افغان ځواکونو سره مرسته کړیده."

آیساف دا نه څرګندوي چې آیا په هلمند ولایت کې هوایي بریدونه هم د هغوی په فعالیتونو کې شامل وو او که نه؟ خو دا وایي چې د آیساف ځواکونه تل دې ته تیار دی چې د افغان ځواکونو د غوښتنې په صورت کې له هغوی سره مرسته وکړي.

​خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایي چې افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره چې شمیر څه دپاسه اته سوو کسانو ته رسیده د آیساف له ځواکونو څخه یې د هوایي ملاتړ غوښتنه کړې وه.

ښاغلی عظیمي وایي "د آیساف ځواکونو څخه په هلمند کې د هوایي ملاتړ غوښتنه شوی وه."، خو د نوموړي په وینا "د هغو دلیلونو له وجې چې د آیساف سره شته هوایي بریدونه په وخت عملي نه شول" او د هلمند عملیات یواځې د ځمکنیو ځواکونو په وسیله ترسره شول.

د هوایي ځواکونو څخه د ګټې اخیستنې منع کیدل

ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو له وژل کیدو وروسته په خاصه توګه د غوربند له پیښې وروسته یې افغان امنیتي ځواکونو ته فرمان صادر کړ چې "د استثنایي حالاتو پرته حق نه لري چې له ناتو څخه د ملیشو پر ضد د هوایي ملاتړ درخواست وکړي."

یو شمیر کسانو اندیښنه څرګنده کړې وه چې د ولسمشر فرمان د هلمند ولایت په جګړو کې د آیساف ځواکونو د نه مداخلې سبب شوی و.

ښاغلي عظیمي وویل چې دمخه هم د آیساف همکاري موجوده وه او د ولسمشر فرمان د افغان ځواکونو په غوښتنه د نړیوالو ځواکونو د هوایي ملاتړ مخه نه نیسي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د هلمند په پنځه ولسوالیو کې نښتې راکمې شوي او اوس امنیتي ځواکونه په دغو سیمو کې د پاک کارۍ پر عملیاتو بوخت دي.

د دفاع وزارت ویاند د چارشنبې په شپه د څلورو وسله والو طالبانو د نیولو خبر هم ورکړ چې په هغوی کې پاکستاني طالبان، چیچنیایان او د منځنۍ آسیا جنګیالي شامل دي.

خو د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد چوپان وایي چې تصفیوي عملیات به تر یوې اونۍ دوام وکړي.

هغه په جګړو کې د ۴۰ تنو ملکي کسانو د وژنې یادونه وکړه او ویې ویل چې ۱۴۰ وسله وال طالبان او شل تنه امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.

د نوزاد ولسوالۍ د شیخ زایي او علیزو کاریز، د سنګین ولسوالۍ د څاروان کلا او د نسوزو ناوه سیمو او همداشان د موسی کلا د ولسوالۍ د تیمک او کندل ناوه سیمې او د کوز کجکي شاو خوا درې سوه کورنۍ د وروستیو جګړو په وجه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د هلمند سیمه ییز مقامات د بیځایه شویو کورنیو د ستونزو د حل کولو په مقصد د نړیوالې ټولنې څخه مرستې غوښتي دي.

طالبانو په تیلفوني پیغامونو کې خبریالانو ته ویلي چې اوس هم پر افغان امنیتي پوستو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او امنیتي ځواکونو ته یې تلفات اړولي دي.

XS
SM
MD
LG