د لاس رسي وړ اتصالات

ډابنز: د انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان مایوسه کړي یو


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، جیمز ډبنز
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، جیمز ډبنز

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ‌ډابنز چې د کار موده یې پای ته رسیږي، وایي د جمهوري ریاست د دویم پړاو د انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان ناهیلي کړي یو. ‌

ښاغلی ډابنز همدرارنګه وایي که چیرته په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي چې افغان ولس او نړیواله ټولنه یې پوره ملاتړ وکړي، دغه هیواد په اقتصادي او ټولنیز لحاظ ډیر پرمختګ وکړي او په سیمې کې به یوه ښه دیموکراسي وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ پایلې تر پنځه ورځې ځنډ وروسته اعلان کړلې چې له مخې یې اشرف غني احمدزي د عبدالله عبدالله نه نږدې یو میلون رایې زیاتي ګټلې دي.

سره لدې چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د دغه اعلان په اړه څه ندي ویلي خو ښاغلی ډابنز چې د کار موده یې مخ په خلاصیدو ده، د آشنا تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا د لومړنیو پایلو اعلان، هغوي"نا هیلې" کړیدي.

د ټاکنو د دوهم پړاو پایلو د اعلان په اړوند د افغانستان لپاره د امریکا د ځانگړي استازي جیمز دابنز غبرگون
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:14 0:00

هغه وویل " د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته په کار وه چې هغه موافقې او اقدامات یې په پام کې نیولي وو چې دواړو انتخاباتي ټیمونو لخوا د درغلیو د څیړنو لپاره کړیدي، تر څو د همدې لارې د هغوي شکایتونه څیړل شوی وای. "

ښاغلی ډابنز همدارنګه وویل" ښه به دا وی چې د انتخاباتو د نتیجو اعلان تر هغې ځنډیدلی وی تر څو چې د رایو د څیړنو لپاره په اضافي اقداماتو موافقه نه وه شوې."

نوموړي زیاته کړه چې " لا هم څو میلیونه رایې شته چې باید وڅیړل شي، پداسې حال کې چې لا ډیر کار پاتې دی نو څه اړتیا وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي."

ښاغلي ډابنز وویل " د رایو د څیړلو لپاره ملګرو ملتونو څو وړاندیزونه کړیدي چې دواړو کاندیدانو منلي دي، خو د هغوي منل یا نه منل مهم ندي، اوس دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د اوریدو کمیسون مسؤلیت دی چې پدغو اقداماتو کار وکړي. مونږ د هغوي نه غواړو چې د ملګرو ملتونو د وړاندیزونو سره سم دې کار وکړي، او زه پدې ګمان یم چې هغوي باید دا کار هر څومره ژر چې امکان لري، باید چې ویې کړي ځکه چې د اګست په دویمې نیټې به نوی جمهور رئیس اعلانیږي."

هغه وویل " مونږ هیله لرو چې په افغانستان کې دې د انتخاباتو دا کړکیچ نور پای ته ورسیږي، د انتخاباتو پروسه دې ادامه ولري، او پاکې رایې دې د ناپاکو نه بیلې شي او یو ګټونکې دې اعلان شي. او هم دې د دواړو ټیمونو تر منځ سیاسي خبرې اترې روانې وې "

هغه وایي د دغو پروسو ناکامه کیدل د افغانستان لپاره ښه خبر ندی " که چیرته ددغو دوه پروسو څخه یوه یې هم ناکامه شي نو په افغانستان کې به په ثبات او نیکمرغۍ ناوړه اغیزې وکړي. دا به افغانستان سره وویشي او د ددې هیواد د سولې او ثبات لپاره به نه یوازې د امریکا بلکه د نړیوالې ټولنې په ژمنو هم اغیزه وکړي. "

ښاغلي ډابنز وویل که چیرته په افغانستان کې د انتخاباتو روانې ستونزې پای ته ورسیږي او داسې یو حکومت جوړ شي چې ټول افغان ولس او نړیواله ټولنه یې په پراخه توګه ملاتړ وکړي، نو دغه هیواد به په اقتصادي او ټولنیز لحاظ ډیر پرمختګ وکړي او په سیمې کې به داسې یوه دیموکراسي شي چې د ګاونډیو لپاره به نمونه وي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG