د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: په افغانستان کې د پارلماني نظام مخالف یم


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي چې افغانستان پارلماني نظام ته قطعاً اماده نه دی. ښاغلی کرزی وایي چې افغانستان د پارلماني نظام د پاره چمتو نه دی او د رایو د تفتیش په پروسه کې د بهرنیانو گډون د کاندید عبدالله عبدالله غوښتنه وه.

ښاغلي حامد کرزي د امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل چې د رایو د تفتیش په پروسه کې د بهرنیانو د گډون په اړه جدي اندیښنې لري، هرکلی یې نه دی کړی خو د ضرورت په خاطر یې دغه غوښتنه ومنله.

ولسمشر کرزی چې د ملگرو ملتونو او کاندیدانو په غوښتنه یې د واک موده څو اونۍ غزول شوي ده، د امریکا غږ خبریال احمد فواد لامع سره په مرکه کې وویل چې د بهرنیانو سره، په ځانگړي ډول د امریکا سره یې اړیکې په دوه زره اووم کال کې په شینډنډ کې د بې گناه ملکیانو په وژل کیدو خړې پړې شوي.

ښاغلي کرزي وویل، دی اوس هم د امریکا سره د تړون مخالف دی او تر هغې پوري چې امریکا د طالبانو سره سوله ونکړي، دغه تړون به تل د افغانستان دښمنان د یوې وسیلې په توگه استعمالوي.

ولسمشر کرزی د احمد فواد لامع سره د مرکې په مهال
ولسمشر کرزی د احمد فواد لامع سره د مرکې په مهال

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا غږ رادیو او تلویزیون په پښتو او دري ژبو مرکه کې د افغانستان د روانو چارو، د امریکا سره په اړیکو او د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ خبرې کړې دي.

بشپړه مرکه دلته اورېدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:25:11 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG