د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بې پیلوټه الوتکي په پاکستان کې ١١ یاغیان وژلي


US Pakistan
US Pakistan

د پاکستان د استخباراتو محلي چارواکي واېې ددې هیواد په شمال لویدیځ کي د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په یوه حمله کي چې د ( دته خیلو) په سیمه کې سهار وختي وشوه، ١١ یاغیان په داسې حال کې وژلي چې دغې بي پیلوټه الوتکي په یوه کور باندی څو توغنديو وار کړل.

ویل کیږي چې په مړو کې زیاتره پاکستاني طالبان او د هغوی ازبک ملگري شامل دی.

د راپورنو له مخي د جون د میاشتي د نیمايي راهیسي پرله پسي بریدونو په شمالي وزیرستان کې د ٥٠ په شاوخوا کي وسله وال کسان وژلي دی. او له هغه وخت راوروسته د پاکستان پوځ د ځایي او د بهرینو یاغیانو په ضد په دغه غرنۍ سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دی.

په اسلام اباد کې چارواکي واېې تر اوسه په دغو پوځي عملیاتو کې شاه خوا ٥٠٠ وسله وال کسان او د پاکستان د پوځ په لسگونو سرتیري هم وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کي د ځایي او خارجي یاغیانو چي په افغانستان کي د امریکا او د ناتو په قواو باندي حملې کوي، مورچلونه دي.

همدا د بې پیلوټه الوتکو حملې د واشنگټن او اسلام آباد ترمنځ د جنجالونو او تاوتریخوالي یوه جدي منبع ده. د پاکستان حکومت دغه حملې د خپلي خاوري په حاکمیت باندي تیری بولي.

XS
SM
MD
LG