د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین دوه جت الوتکې غورځول شوي دي

د اوکراین د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد دوه جنگي الوتکې د اوکراین په ختیځ د سوور موگیله په سیمه کې ویشتل شوي دی، خو تراوسه نور جزیات ندي پډاگه شوي.

په ورته وخت کې د د مالیزیایي د غورځول شوې الوتکې د ځنیو قربانیانو جسدونه نن د اوکراین د پلازمېنې، کیف له هوایي ډگر څخه په یوه پوځي الوتکه کې هالند ته انتقال شول.

د لږ تر لږه ٥٠ مړيو پوځي الوتکه نن د ځانگړو مراسمو په ترڅ له کیف څخه د هالند په لور پرواز وکړ. د مالیزیا د الوتکې پدې پېښه کې ټول ٢٩٨ تنه ووژل شول چې اکثریت یې د هالند وگړي وو. د هالند حکومت نن په ټول هېواد کې د ملي ماتم اعلان هم وکړ.

پدې پېښه کې د هالند د وگرو ترڅنگ ٢٨ استرالیایي وگړي هم سپاره وو چې د استرالیا صدراعظم توني ابات د خواشینۍ په څرگندولو سره ووېل، دا تراوسه جوته نده چې ددې غورځول شوې الوتکې په پېښه کې څومره مړي د پېښې له ځایه ایستل شوي دي خو ژمنه یې کړې چې د پېښې ټول استرالیایي قربانیان به خپل هېواد ته انتقال شي.

ښاغلی ابات وایي " تر اوسه پورې کارونه په غیر مسلکي ډول پرمخ تللي دي. د امکان تر حده، که چېرې په سیمه کې استرالیایي قربانیان پاتې وي، موږ د هغوی کورنیو ته ژمنه کوو چې د هغوی د جسدونو د ژغورلو لپاره به بې حده هڅې وکړو."

امریکایي چارواکي وایي، د مالیزیا دا الوتکه کیدایشي د یوه میزایل په مرسته ویشتل شوي وي چې په اوکراین کې د روسیې پلوه بېلتوون غوښتونکو تر ولکې لاندې سیمه کې وغورځېدله.

پداسې حال کې چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې پر وړاندې بندیزونه سخت کړي دي، د امریکا د متحده ایالتونو د کانگرس دواړه جمهوري غوښتوونکي او دموکراتان وایي، واشنگټن او بروکسل باید د روسیې پر ټول اقتصادي سکتور باندې سخت بندیزونه ولگوي ترڅو مسکو دې ته مجبوره کړي چې په اوکراین کې د مداخلې څخه لاس په سر شي.

د امریکا د متحده ایالتونو یو تن جمهوري غوښتوونکی سناتور دن کوتس وایي د متمدنې نړۍ خلک باید د روسیې تولیدات او صادرات رد کړي " زه وړاندیز کوم چې موږ باید هر هغه ضروري گامونه واخلو چې وشي کړای د روسیې اقتصاد په گوڼډو کړي. موږ اړتیا لرو چې د روسیې د اسهامو د بازار د سقوط شاهدان واوسو. موږ باید د هغه اطمینان او ملاتړ شاهدان واوسو چې د نړۍ متمدنه خلک د روسیې تولید او صادرات رد کړي."

واشنگټن او اوکراین پر روسیه تور لگوي چې روسیه په اوکراین کې روسیه پلوه یاغیانو ته میزایلوونه ورکوي

This item is part of
XS
SM
MD
LG