د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او حماس د ١٢ ساعتونو لپاره د اوربندموافقه وکړه


یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چي د اسرائیلو له خوا به په جگړه کي وقفه په محلي وخت د سهار په اوو بجو اعلان شي.

د اسرائیلو اردو ویلي دي چي متارکه به په محلي وخت د سهار په اتو بجو نافذه شي، مگر دغي اردو دا هم وویل چي هغه به بیا هم هغه تونلونه وپلټي او تباه به یې کړي چي مبارزین له هغو نه غزې ته وسلې په قاچاق تیروي.

د حماس یوه چارواکي ویلي دي چي دغه مبارزه ډله به هم جگړه د ١٢ ساعتونو لپاره بنده کړي

دا رپوټونه هغه وخت خپاره شول چي د اسرائیلو مطبوعاتو وویل چي د صدراعظم بینجامین نیتان یاهو کابینې د مصر په پیشنهاد د اوو ورځو متارکه رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په قاهره کي خبریالانو ته وویل چي تر اوسه لا کوم رسمي پیشنهاد نه دی شوی او داچي صدراعظم نیتانیاهو دې ته متعهد دی چي د اوربند په کیدلو باندي کار وکړي.

ښاغلي کیري وویل چي دا اوربند به د اختر په احترام وشي. هغه زیاته کړه چې متارکه به د دې د پاره وشي چي ټولي خواوي یوځای هغه مسالې په پام کي ونیسي چي د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د اونیو مرگونو حملو سبب شوي دي.

بلي خوا نړیوال روغتیايي سازمان وايي، د غزی تړانگه نشی کولای د هغو گڼ شمیر خلکو غم وخوری چې عاجل علاج ته ضرورت لری. دا وايي، هره ورځ ډیر روغتونونه، امبولانسونه، کلینکونه، ویجاړیږی، تباه کیږی یا کار نه ولیږی.

د ډبلیوایچ او ویاند پال گاراوډ وايي، پدی جنگ کې د ملکیانو تلفات په بی ساری اندازی سره زیاتیږی. دی وايي،وروستی رپوټونه وايي، د څه باندی دوه هفتو نه راپدی خوا چې دا شخړه پیل شویده، څه باندی ٥١٠٠ تنه ټپیان شویدی چې پدی کی ١٥٦٠ ماشومان او ١٧٠٠ ښځی دی.

ډبلیوایچ او رپوټ ورکړیدی چې څلورروغتونونه، دولس کلینیکونه، لس امبولانسونه او همدغه راز د معلونینو یو خاص مرکز ویجاړشویدی. دا وايي، د جراحی مرکز له کاره ولیدلی دی. دا وايي، ټولو روغتیايي مرکزونو ته ضروری مواد نه رسیږی په خاصه توگه د جراحی په برخه کې . د ملگرو ملتونو روغتیايي اداره وايي، بشری دهیلیزبه د دارنگه موادو په رسولو کې مرسته وکړی.

ډبلیوایچ او ویلي،دولتونه د بشریت د نړیوالو قوانینو له مخی مجبور دی چې ددی ډاډ ورکړی چې خلک وکولای شی په محفوظه توگه طیبی علاج وکړی.

هغه زیاته کړه چې روغتونونه بی طرفه ځایونه دی ،ټولی جنگی خواوی باید احترام وکړی او وی ژغوری.

XS
SM
MD
LG