د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د معلولینو د کرکټ ټورنمنټ پیل شو


په کابل کې د معلولینو د کرکټ ټورنمنټ یو څنډه
په کابل کې د معلولینو د کرکټ ټورنمنټ یو څنډه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي دا لومړی ځل دی چې د پنځو زونونو د معلولینو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ په مرکز کې پیلیږي چې هدف یې د معلولینو د ملي لوبډلې جوړول دي.

د افغان کرکټ بورډ وايي مشر شهزاده مسعود وايي که څه هم په افغانستان کې معلولین په بیلابیلو ولایتونو کې په نا منظمه توګه لوبې کوي خو دوی وغوښتل چې سره یې راټول کړي او یوه پیاوړې لوبډله په ملي کچه جوړه کړي او په بهرنیو سیالیو ته یې هم واستوي.

شهزاده مسعود وايي‌ “ موږ به معلولینو ته ښې زمینې برابرې کړي ترڅو لوبغاړي وکولای شي په بهرنیو سیالیو کې هم ګډون وکړي”

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې اوسنۍ سیالۍ په افغانستان کې د سویدن د کمیټې په مالي همکارۍ ترسره کیږي.

د شفیق الله صمیم په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې معلولینو ته د کمزورو کسانو په سترګه کتل کیږي ، خو دوی له دغو سیالیو سره غواړي چې نړیوالو ته خپله پیاوړتیا وښايي.

ښاغلی صمیم وايي “ ورزش کولای شي ټول په تیره معلولین له نشه يي توکو څخه وژغوري او لکه د نورو کسانو په څیر په ټولنه کې د یوه سالم وګړي په توګه ژوند وکړي”.

په ورته وخت کې د کرکټ بورد د رسنیو مسول فرید احمد هوتک وايي چې د افغانستان د معلولینو د کرکټ لوبډلې په پنځو زونونو ویشل شوي چې په سپین غر زون کې د ننګرهار ، کونړ ، لغمان او نورستان ولایتونه شامل دي همدا شان د بند امیر په زون کې کابل، کاپیسا او پروان، بوست په زون کې د زابل، هلمند او کندهار، په مس عینک زون کې د خوست ، لوګر ، پکتیکا او پکتیا ولایتونه او د آمو په زون کې د تخار، کندز او بلخ ولاتیونو ته ځای ورکړل شوی دی.

ښاغلی هوتک وايي “په دغو سیالیو کې نويو ځوانان هم شامل دي چې ځوانان کولای شي له همدغې لارې نه د افغانستان نوم ښه کړي او افغانستان لپاره لاسته راوړنې ولري”.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي په پام کې لري‌ چې په ولایتونو کې هم د معلولینو په تشویقولو سره د کرکټ ټورنمنټونه ترسره کړي او غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته جذب کړي.

XS
SM
MD
LG