د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ په دوو اونیو کې پیل کیږي


په کابل کې د غوره لیګ سیالیو د چمتوالي په باب د فوټبال د فدراسیون خبرې ناسته
په کابل کې د غوره لیګ سیالیو د چمتوالي په باب د فوټبال د فدراسیون خبرې ناسته

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د غوره لیګ سیالیو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی دی او دا ځل به د تیرو کلنو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په معیاري توګه ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون فني مرستیال او د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر وايي چې د غوره لیګ سیالیو لپاره له تاجکستان او ازبکستان هیوادونو څخه بهرني روزنکي هم راغوښتل شوي دي‌ چې د سیالیو له پیلیدو څخه مخکې به لوبډلې وروزي.

ښاغلی کارګر وايي :“سږکال بلکل په تخنیکي او فني‌ توګه موږ په نړیوالو معیارونو برابریږو او په دریم کال کې هم موږ هیله من یو چې سږکال هم د فوټبال غوره لیګ د فیفا او آی ایف سي په معیارونو ولاړ ولرو”.

د افغانستان د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې له اتو زونونو څخه لوبډلو ګډون کړی چې د بیلابیلو ولایتونو لوبغاړي پکې شامل دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کمشنر عمر اکبر وايي چې له تیرو څلورو میاشتو راهیسې یې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له ځوانانو څخه د فوټبال په برخه کې په تخنیکي او تکتیکي برخو کې آزموینه اخیستل شوې او هرې لوبډلې ته یویشت لوبغاړي جذب شوي دي.

ښاغلی اکبر وايي :“سږکال موږ د ټیمونو مربیان بدل کړي مثلا د مشرقي تیم سپین غر بازانو روزنکی یو بل ټیم سره کار کوي، کوښښ روان دی چې دا ټول کارونه د افغانستان ملت سره یو ځای کړي‌ او دا زموږ یو لوی هدف دی ، به غیر له دې نه چې فوټبال معیاري کړو او فوټبالران حمایت کړو”.

د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټبال غوره لیګ سیالیو دریم کال به د اګست په اته ویشتمه نیټه پيل شي او د اکتوبر تر دریمې پورې به دوام وکړي او هره اونۍ به درې سیالۍ ترسره کیږي.

دا فدراسیون وايي چې په تیرو دوو کلنو کې دوی خورا پیاوړي لوبغاړي له غوره لیګ سیالیو څخه ملي لوبډلې ته جذب کړي دي او سږکال هم هدف دا دی چې وکولای شي هغه لوبغاړي چې ښه استعداد لري او د ملي لوبډلې معیارونه پوره کوي دوی به یې جذب کړي.

د سپین غربازان،‌ سیمرغ البرز، شاهین آسمايي، د میوند اتلان، د اباسین څپې، موج های آمو، طوفان هریرود او عقابان هندوکش هغه اته زونونه دي چې په دوو ګروپونو کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دریم کال کې سره لوبې کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې په افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ د فوټبال د نړیوالې شورا او د آسیا د کنفدراسیون ملاتړ له ځانه سره لري او په نړیوال معیار ترسره کیږي.

د فوټبال فدراسیون وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د نجونو د فوټبال یو ټورنمنټ هم پیل کړي چې پکې به څلور لوبډلې له کابل ، بلخ او سرپل ولایتونو څخه برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG