د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک ټایمز خبریال ته له افغانستان څخه د وتلو امر شوی


د نیویارک تایمز ورځپاڼه
د نیویارک تایمز ورځپاڼه

لويی څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۹ ماتیو روزنبرګ وربللی و چې د خپل یو راپور په اړه چې په افغانستان کې د ممکنه کودتا د کېدو او موقت حکومت د جوړېدو خبره شوې وه، وضاحت ورکړي.

رسنیو ته د لويی څارنوالۍ په یوې استول شوې اعلامیه کې راغلي چې « ماتیو روزنبرګ د خپل راپور د منځپانګې محتوا په اړه لازم ځوابونه ورنکړل او لازمه همکاري یې ونه کړه. د افغانستان د اسلامي جمهوریت لويی څارنوالۍ پرېکړه وکړه چې نوموړی دې په څلوروېشتو ساعتونو کې له افغانستان څخه ووځي او له دې وروسته به ممنوع الدخول وي - افغانستان ته به راتلی نشي- .»

لويی څارنوالۍ له افغانستان څخه ددغه خبریال د وتلو تر امر وړاندې، له دغه هېواد نه د هغه پر وتلو هم بندیز لګولی و.

لويه څارنوالي وايي د نیویارک ټایمز خبریال ( په افغانستان کې انتخاباتي جنجال او د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه) تر عنوان لاندې خپل یو راپور کې د لوړ پوړیو امنیتي چارواکو د نقل قول په پلمه خپل شخصي نظریات ځای کړي چې د اعلاميي له مخې دا د افغانستان ملي امنیت او ثبات ته یو ګواښ او لانجه پارونکی راپور و.

د افغانستان لويی څارنوالۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼه تورنه کړې چې مخکې یې هم دا ډول ناسم او پاروونکي راپورونه خپاره کړي دي .

په افغانستان او له افغانستان څخه د باندې د خبریالانو بېلا بېلو ټولنو پر ماتیو روزنبرګ لګیدلی بندیز غندلی او د سملاسي لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیه وايي سره له دې چې د نیویارک ټایمز دغه راپور د خبریالۍ د اصولو او اساساتو سره په ټکر کې دی، خو باید د راپور له لیکوال سره له قانوني لارو چارو چلند شوی وای او د کومې محکمې له پرېکړې پرته باید پر خبریال کوم بندیز و نه لګول شي.

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې هم په سملاسي د ښاغلي روزنبرګ د بندیز د لېرې کولو غوښتنه کړې او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغې ټولنې د عامه پوهاي د برخې مشرې کورتني رچ امریکا غږ ته وویل چې افغانستان د خبریالانو لپاره له ستونزو او کړاونو ډک هېواد دی، دې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د بیان د آزادۍ ساتندوی پاتې شي او په دغه برخه کې دې خپلې ژمنې پوره کړي.

نا امني، په وخت سره معلوماتو ته نه لاسرسی، د چارواکو او جګړې د نورو ښکیلو غاړو له لورې ګواښونه په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې لويي ننګونې بلل کیږي.

افغانستان د هغو هېوادونو په جمله کې دی چې د خبریالانو لپاره نا امنه بلل کیږي، د خبریالانو د دفاع بېلابېلې ټولنې وايي په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا څلوېښت کورني او بهرني خبریالان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د خبریالانو په وژلو، ژوبلولو او ګواښلو افغان حکومتي چارواکي، نړیوال سوله ساتي ځواکونه، وسله وال طالبان او نورې زوراکې ډلې تورنې بلل کیږي.

د خبریالانو ټولنې پر حکومت نیوکه کوي چې تر دې دمه یې د یو وژل شوي خبریال قاتل هم نه پېدا او نه یې محکمې ته راکش کړی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG