د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د شپږیزې په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې


په کابل کې د کرکټ د شل اوریزې سیالیو یوه څنډه
په کابل کې د کرکټ د شل اوریزې سیالیو یوه څنډه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د بیلابیلو لوبډلو لوبغاړي شامل دي تر څو وکولای شي له نورو ځوانانو سره خپلې تجربې شریکې کړي او د کرکټ لوبه لا نور هم وده وکړي.

د کرکټ شل اوریزې سیالۍ چې د شپږیزې په نوم یادیږي له تیرو دوو کلنو راپدې خوا په کابل کې ترسره کیږي.

سږکال د افغانستان کرکټ بورډ دا سیالۍ په داسې وخت کې پیل کړې چې د هرې لوبډلې لپاره د ملي لوبډلې لوبغاړي د کپټانۍ دنده په غاړه لري ترڅو له دې سره وکولای شي ځوانان د کرکټ لوبې ته لا نور هم وهڅوي او پرمختګ ورکړي.

بندامیر ، بُست ، سپین غر،مس عینک او آمو هغه ټیمونه دي چې د کرکټ په دغه ټورنمنټ کې برخه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا ځل د شپږیزې سیالۍ په معیاري توګه ترسره کیږي او تمه ده چې زیات شمیر خلک یې لیدولو لپاره هم راشي.

ښاغلی مسعود وايي "یو خو نړیوال جام په مخ کې لرو ډیر کوښښ دی چې یو د هغې لپاره چمتوالی ونیسو او مهمه دا چې داخلي کرکټ لا زیاته وده ورکړو چې موږ په راتلونکې کې ښه ځوانان ولرو او ټیمونو ته لار پیدا کړي".

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي دوی زیات خوښ دي چې د ملي لوبډلې له غړو سره ورته د لوبو کولو زمینه برابره شوې ده او هیله ده چې کرکټ بورد لا نور هم د کرکټ په برخه کې پانګونه وکړي.

د عبدالله عادل په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې زیات خوښ دی چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

ښاغلی عادل وايي "دا یو ښه قدم دی د کرکټ بورډ له لوري همداسې ټورنمنټونه پکار دي چې لوبغاړي تشویق شي او نویو لوبغاړو ته هم ښه موقع په لاس ورځي چې خپل استعداد نندارې ته کیږدي".

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په هر زون کې په لسګونه ځوانانو ارزولي او په لوبډلو کې یې شامل کړي دي.

په ورته وخت کې د کابل د کرکټ اکاډمۍ استرالیايي روزنکی پیتر انډرسن وايي چې له دغو سیالیو سره به کورنی کرکټ لا نور هم وده وکړي.

ښاغلی انډرسن وايي "په افغانستان کې دا زما لپاره لومړی ځل دی چې د کرکټ داسې ټورنمنټ ګورم ، فکر کوم له دې سره به زیاتې موقع د پرمختګ لپاره پیدا شي او د آسیا په کچه به په افغانستان کې بدلون ولیدل شي".

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د شپږیزې له سیالیو څخه وروسته به هغه لوبغاړي چې په اوسنیو لوبو کې ښه ځلیدلي ملي لوبډلې ته جذب کړي او په نږدې راتلونکې کې به په آسیايي سیالیو کې هم برخه واخلي چې په سویلي کوریا کې ترسره کیږي

XS
SM
MD
LG