د لاس رسي وړ اتصالات

سبا په کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیلیږي


د سمندر د غاړې د فوتبال د روزنیز کورس فارغانو ته د سندونو د ویشلو لړۍ
د سمندر د غاړې د فوتبال د روزنیز کورس فارغانو ته د سندونو د ویشلو لړۍ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې برخه اخلي چې ټولې به ۱۸ لوبې ترسره شي او تر شپږو اونیو پورې به دوام وکړي.

د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی او د فوټبال د فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر وايي چې دا ځل د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په معیاري توګه ترسره کیږي او په پای کې به وکولای شي غوره لوبغاړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته هم جذب کړي.

ښاغلی کارګر وايي "وږ هڅه کوو چې راتلونکي کال کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شپې لخوا هم ترسره کړو. تیرکال هرې لوبډلې ته ۱۸ لوبغاړي مو راجستر کړي وو چې سږکال ۲۱ لوبغاړي لرو ځګه غواړو چې د ځوانانو ونډه زیاته شي او خپل استعدادونو ته وده ورکړي او بل اصلي هدف مو دا دی چې غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته جذب کړو".

د ښاغلي کارګر په وینا په دغو سیالیو کې د ۳۴ ولایتونو لوبغاړي برخه لري او لوبغاړو په آزاده توګه له آزموینو وروسته په بیلابیلو لوبډلو کې د لوبو کولو حق ترلاسه کړی دی.

په ورته وخت کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو کمشنر شفیق ګوهري وايي چې له فیفا او د آسیا د فوټبال شورا سره له مشورې وروسته د فوټبال غوره لیګ ته دوام ورکوي او له دوی څخه یې ملاتړ کړی دی.

ښاغلی ګوهري وايي چې د فوټبال د لوبې د ودې لپاره په ولایتونو کې هم پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي او زیات شمیر روزنیز پروګرامونو کې یې تنکیو ځوانانو ته روزنه ورکړې ده تر څو له دې سره د فوټبال لوبه په اساسي توګه پرمختګ وکړي.

هغه وايي "موږ د ولایتونو له فدارسیونونو سره ښې اړیکې لرو او موږ ته د ویاړ ځای دی چې له غور څخه لوبغاړي راځي په هرات کې لوبې کوي او یا هم له دایکندي څخه دوه شپې مزل کوي راځي په پروان کې په سیالیو کې برخه اخلي ، په نورستان کې ټیم جوړیږي او ځي په ننګرهار کې لوبې کوي دا ټول د غوره لیګ فعالیتونه دي".

د اباسین څپې، سپین غر بازان، طوفان هریرود، شاهین آسمايي، میوند اتلان، موج های آمو، عقابان هندوکش او سیمرغ البرز هغه ټیمونه دي چې سږ کال به د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې سره ولوبیږي.

دغه لوبډلې د افغان مرستندویه روزنکو ترڅنګ د اتو تنو بهرنیو روزنکو لخوا چې د تاجکستان او ازبکستان هیوادونو روزنکي هم روزل شوي دي ترڅو لوبغاړي لا نور هم په تخنیکي توګه لوبې ترسره کړي.

ددغو سیالیو پرانیستونکې لوبه سبا د شاهین آسمايي او اباسین څپې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

تیرکال چې یوازې د پنجشبنې او جمعې په ورځو کې به لوبې ترسره کیدلې سږکال به د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې لوبې کیږي.

د یو بل خبر له مخې نن په کابل کې د سمندر د غاړې د فوټبال په برخه روزنیز کورس چې له تیرو پنځو ورځو راهیسې پیل شوی وو،‌ پای ته ورسید.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي‌ چې په دغه روزنیز پروګرام کې ۲۰ تنو روزنکو ته چې د بیلابیلو ولایتونو څخه یې ګډون کړی و، د سمندر د غاړې د فوتبال په برخه کې روزنه ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې دغه روزنیز کورس د آسیا د کنفدراسیون په همکارۍ په کابل کې ترسره شو.

XS
SM
MD
LG