د لاس رسي وړ اتصالات

روسي تیل د اروپایي اتحادیې سیاسي کمزورتیا


د اتحادیې غړې په دې کې خپل منځي اختلافات لري، چی دغه بندیزونه باید څومره سخت وي؟ ځکه چې د اتحادیې د اته ویشتو غړو اقتصاد له روسېې څخه د تیلو او غازو په وارداتو ولاړ دی.

د اروپایي اتحادیې رهبرانو نن سهار په بروکسلز کې د اوږدو لیدنو کتنو نه وروسته اعلان وکړ چې دوی اروپایي کمیسیون ته هدایت کړی دی چې که روسیه په اوکراین کې له مداخلې لاس وانخلي نو په یوه اونۍ کې دې پر روسیې باندې د نویو بندیزونو لست چمتو کړي.

د اروپایي شورا رئیس هرمن واان رومپای وایي چې شورا په دې نظر ده چې که په اوکراین کې حالات همداسي دوام کوي، د روسیې پرضد باید موثر گامونو واخیستل شي.

"دغی شورا کمیسیون ته ویلي دي چې ژر تر ژره د بهرنیو اړیکو د شورا سره یو ځای تیاری ونیسي او په یوه اونۍ کې اروپایي اتحادیې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

د اروپایي اتحادیې رهبرانو په یوه گډه اعلامیه کې له روسیې غوښتي دي چې ژر تر ژره له اوکراین څخه خپل ټول پوځي پرسونل او تاسیسات وباسي. د ډیرو او کره شواهدو برسیره، روسیه پر اوکراین کې د خپلو هر ډول سرتیرو موجودیت ردوي.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کیمرون وویل چې حالات د ډیرې ژورې اندیښنې وړ دي او اروپایي اتحاد باید ټینگه پریکړه وکړي. خو هغه زیاته کړه "روسیې ته یې باید روښانه کړو چې که خپل اوسني دریځ ته ادامه ورکړي، د اروپا او روسیې په اړیکو کې، د بریتانیې او روسیې په اړیکو کې، او د امریکا او روسیې په اړیکو کې به ډیر بدلون راشي. روسیه نه شي کولی چې خپلې خوښې ته ادامه ورکړي."

د جرمني مشرې انگیلا مرکل د جگړې پر پراخیدو اندیښنه وښوده خو وې ویل چې اوکراین ته وسلې نه ورکوي. اغلې مرکل وویل، "د اروپایي ټولنې د ټولو غړو نظر دا دی چې دغه کړکیچ نظامي حل نلري. زموږ ټولې هڅې باید یو دوه اړخیز اوربند موافقې کول وي."

پر روسیه باندې د بندېزونو په لگولو باندې باید د اروپایي اتحادیې ټول مشران موافقه وکړي، خو ډیر غړي یې د ممکنه اقتصادي زیانونو له امله، د نویو بندیزونو په اړه اندیښنه لري. ډیرۍ اروپایي هیوادونه له روسیې څخه تیل او گاز اخلي او د دوی اقتصادي وده د همدې روسي تیلو په وارداتو پورې تړل شوي ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په همدې اونۍ کې د ناټو په غونډه کې د گډون په موخه د بریتانیې ویلز ته ځي. په دې غونډه کې به د امریکا او اروپا مشران د روسیې د پراختیا غوښئتنی د مخنیوي په ستراتیژي کار وکړي.

XS
SM
MD
LG