د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو نورې مرستې ژمنه وشوه


د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي د ناټو په غونډې کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخیستې
د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي د ناټو په غونډې کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخیستې

د افغانستان د دفاع وزیر وایي چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د یو میلیارد ډالرو نورې مرستې ژمنه وشوه.

د دفاع وزیر بسم الله محمدي د ناټو د مشرانو د غونډې وروسته، په خبرې کنفرانس کې، وویل چې په غونډې کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان سره د مرستو په ادامې ټینګار وکړ او زیاته کړې یې ده چې په راتلونکو دریېو کلنو کې به د افغانستان سره مرستې یو میلیارد ډالره ډیرې شي.

ښاغلي محمدي وویل چې ناټو ژمنه کړې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره به د کاله د 5.1 میلیارد ډالرو مرسته وکړي.

د دفاع وزیر وویل چې دغه پیسې به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ضرورتونو لپاره کفایت وکړي.

ښاغلي محمدي د افغانستان په استازیتوب د ناټو د مشرانو په غونډه کې د پنجشنبې په ورځ خبرې وکړي. د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر په څلورمه نیټه، پیل شوه.

د کاندیدانو پيغام

د دفاع وزیر بسم الله محمدي خبریالانو ته وویل چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، ورته ډاډ ورکړی چې امریکا او ناټو سره به امنیتي تړونونه لاسلیکوي.

د دفاع وزیر بسم الله محمدي وویل چې د کاندیدانو پیغام یې د ناټو د غونډې ګډونکونکو ته ورساوه. ښاغلي محمدي وویل چې په غونډې کې د ناټو عمومي منشي پخپله د کاندیدانو پيغام ولوستی.

د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن تایید کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د ناټو غونډې ته یو لیک لیږلی دی.

په لیک کې دواړو کاندیدانو ژمنه کړې چې تر خپله وسه به هڅه وکړي چې یوې سیاسي موافقې ته سره ورسیږي.

د ناټو عمومي منشي وویل: «موږ د افغانستان د دواړو مشرانو ځخه غواړو چې هر څه ژر چې کیدای شي د دغو انتخاباتو په سر دې، په سوله ییزه توګه، یوې نتیجې ته سره ورسیږي. داسې نتیجې ته چې د افغانستان د خلګو لپاره د منلو وړ وي او هر څه ژر چې امکان یې وي، امنیتي تړونونه دې لاسلیک کړي، لکه څنګه چې دوی یې ژمنه کړې وه.»

ناټو او د افغانستان ماموریت

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن په خپل خبرو کې وویل چې ناټو به د 2014 کال نه ورسته هم د افغانستان سره همکاري وکړي. خو هغه زیاته کړه چې د افغانستان سره به په دې شرط مرسته وکړي چې د افغانستان او امریکا او همداراز د افغانستان او ناټو ترمنځ امنیتي تړونونه لاسلیک شي.

د ناټو عمومي منشي دا هم وویل چې ناټو په افغانستان کې د انتقال د پروسې د آخري پړاو لپاره چمتوالی لري.

د روان عیسوي کال په پای کې به ناټو خپل محاربوي ځواکونه د افغانستان نه وباسي.

د راسموسن د خبرو ورسته د افغانستان په اړه د ناټو د مشرانو او د هغو 27 هیوادونو د چارواکو ترمنځ غونډه وشوه چې په افغانستان کې عسکر لري.

په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان لپاره د ناټو د مشرانو د غونډې په اهمیت ټینګار کړی. د امریکا د سفارت ویاند عباس کام وند د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په غونډه کې ناټو د افغانستان سره په راتلونکو کلنو کې د همکارۍ په اړه خبرې کوي.

د سفارت ویاند وویل چې هیله کوي چې امنیتي تړون پر وخت لاسلیک شي جې ناټو په افغانستان کې خپل نوی ماموریت پيل کړي.

تمه ده چې په 2015 کال کې به په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت پیل شي، د ایساف ځای به د ناټو د کلک ملاټر ماموریت یا (Resolute Support Mission) ونیسي. د ناټو نوی ماموریت به افغان امنیتي قواوو ته د مشورې او روزنې ماموریت وي.

XS
SM
MD
LG