د عراق پارلمان د حیدر العبادي په مشرۍ نوی حکومت چې په کې منځلاري سنیان او کردان هم شامل دي منظور کړ خو تر اوسه لا د کورنیو چارو او دفاع د وزارتونو په شمول یو شمیر مهمې څوکۍ خالي پاتې دي.
سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د عراق صدراعظم العبادي ته ټلیفون کړی او هغه ته یې د نوي حکومت مبارکي ورکړې ده.
سپینه ماڼۍ وايي چې دواړه مشران دا نظر لري چې په عراق کې نوي حکومت ته ضروري ده چې د عراق د ټولو خلګو شکایتونه واوري او شکایتونو ته رسیدګي وکړي.
امریکا ټینګار کوي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د ماتولو لپاره په عراق کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو اړتیا شته. د ملي یووالي په حکومت کې به د شیعه ګان علاوه، منځلاري سنیان او کردان هم شامل وي.
د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کېري د دوشنبې په ورځ وویل چې په عراق کې د نوي حکومت جوړیدل د دغه هیواد لپاره یو لوی پرمختګ دی. هغه دا هم ویلي دي چې د نوي حکومت جوړیدل به د اسلامي دولت د ډلې په ضد د امریکا په هڅو کې مهم رول ولوبوي.
د عراق نوی صدراعظم حیدر العبادي د نوري المالکي ځای نیسي. د نوري المالکي د صدراعظمۍ پرمهال سنیانو ته، چې په عراق کې اقلیت دي، په حکومت کې ځای نه و ورکړل شوی. دغه بیا د دې سره مرسته وکړه چې په عراق کې دې د اسلامي دولت ډله قوي شي.
د داعش خلاف د امریکا ستراتیژي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د داعش د ډلې خلاف د امریکا ستراتیژي د چهارشنبې په ورځ په یوه وینا کې اعلان کړي.
سپینه ماڼۍ وايي چې ښاغلی اوباما د ګانګرس نه غواړي چې د تروریزم خلاف د مبارزې لپاره پیسې منظورې کړي. سپینه ماڼۍ وايي چې پيسې به د تروریزم خلاف په مبارزې کې د امریکا د ملګرو په روزنې او تجهیز ولګول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به د سې شنبې په ورځ اردن او سعودي عربستان ته سفر وکړي او د دغو هیوادونو سره به د داعش خلاف د مبارزې په اړه خبرې وکړي.