د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال کپ افغانستان ته راوړل کیږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي‌ مشر نور محمد مراد امریکا غږ ته وویل چې د ددغه بورډ په هڅو به د نړیوال کپ سیالیو څخه مخکې د ٢٠١٥ کال د کرکټ نړیوال کپ د سپټامبر په ۱۳ کابل ته راوړل شي.

د نړیوالو سیالیو د دود له مخې دغه کپ د سیالیو له ترسره کیدو مخکې د نړیوال کپ په سیالیو کې ګډون والو هیوادونو ته لیږدول کیږي چې سږکال به د لومړي ځل لپاره افغانستان ته هم دا کپ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې راوړل شي.

د ٢٠١٥ کال د کرکټ نړیوال جام
د ٢٠١٥ کال د کرکټ نړیوال جام

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د کرکټ ۵۰ اوریزو کپ سیالیو ته لار پیدا کړې ده چې بل کال ته د فبروری په میاست کې به په استرالیا او نوي زیلاند کې ترسره کیږي.

ښاغلی مراد وايي " افغانستان د نړیوال ۲۰۱۵ کال سیالیو د کپ راوړل زیات ارزښت لري او دا به نه یوازې دا چې د کرکټ لپاره لاسته راوړنه وي بلکې نړیوالو ته به د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله هم یو ښه خبر وي".

ښاغلی مراد وايي په لومړي ځل نړیوال جام ته د افغانستان لار موندنه او افغانستان ته د کپ راړول د افغانستان کرکټ لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

د افغانستان کرکټ بورډ‌ وايي‌ دوی د کرکټ نړیواله شورا په دې قانع کړې ده چې افغانستان ته د لوبو کپ ولیږدول شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ بورډ کابل ته د دغه کپ له رارسیدو سره یوه لویه غونډه هم جوړه کړي چې پکې به د بهرنیو هیوادونو سفیران هم ګډون وکړي.

دا د افغانستان د ورزش په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د لوبو کپ راوړل کیږي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه درې ځلې شل اوریز جام او یو ځل ۵۰ اوریز جام ته لار پیدا کړې ده.

XS
SM
MD
LG