د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال کپ نن کابل ته راوړل شو


 د کابل په هوایي ډګر کې د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال پنځوس اوریزو سیالیو کپ
د کابل په هوایي ډګر کې د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال پنځوس اوریزو سیالیو کپ

د ۲۰۱۵ کال د کرکټ د نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو کپ نن کابل ته راوړل شو چې ددغه کپ د لیدو لپاره د کرکټ په لسګونو مینه وال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راغلي وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې دا د لوبو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د نړیوالو سیالیو کپ افغانستان ته راوړل کیږي او له دې سره به افغان لوبغاړي نور هم وهڅول شي چې لوبو ته مخه کړي او ورسره د کرکټ لوبه لا نور هم پرمختګ وکړي.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان نبي عیسي خیل وايي هیله من دي چې وکولای شي د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې ښه ولوبیږي‌ او دغه کپ د افغانستان په برخه کړي.

نبي عیسی خیل وايي "افغانستان ته ددغه کپ راتګ ټولو ته مبارکي وایم او انشاالله په جام جهاني کې موږ ښې لوبې ترسره کړو او دا کپ بیرته افغانستان ته راوړو دا د لوبو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د لوبو کپ افغانستان ته راځي په دې موږ هم افتخار کوو او ټول افغانستان هم باید پرې افتخار وکړي".

د نبي په وینا د کرکټ په برخه کې دغه راز پرمختګونه به ددې لامل شي چې د لوبغاړو پر روحیې مثبته اغیزه وکړي او ورسره کرکټ لا نور هم وده وکړي.

په ورته وخت کې د کرکټ بورد‌ مشر شهزاده مسعود وايي چې د کرکټ نړیواله شورا پاملرنه افغانستان ته زیاته شوې ده او دوی هیله من دي چې افغان لوبغاړي وکولای شي د دوه زره او پنځلسم کال نړیوال کپ په سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي.

ښاغلی مسعود وايي "دا زموږ د لوبغاړو او ادارې لپاره لویه لاسته راوړنه ده چې دا ښکلی کپ افغانستان ته راوړل شو او لوبغاړي به هڅه وکړي چې په خپل وخت او زمان کې دا کپ افغانستان ته راوړي".

د کرکټ د نړیوالې شورا د دود له مخې د لوبو ترسره کولو څخه مخکې د لوبو کپ ګډون والو هیوادونو ته د لیدو لپاره لیږدول کیږي دا لومړی ځل دی چې افغانستان ددغه راز کپ راوړلو شاهد دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې د نړیوال کپ سیالیو جام راوړل افغانستان ته په اوسني وضعیت باندې ډیره مثبته اغیزه اچولی شي او له دې سره به نړیوالو ته د افغانستان يوه پیاوړې او با ثباته څیره وړاندې کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي دوی هڅې روانې کړي دي چې په نږدې راتلونکې کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي په داسې وخت کې چې اوس مهال افغانستان له دغې شورا سره په دویمه درجه کې دی.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ پنځوس اوریزې سیالۍ به د دو زره او پنځلسم کال د فبرورۍ په څوارلسمه نیټه د نوي زیلاند او آسترالیا په ګډ کوربه توب پیل شي چې افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د فبرورۍ په څوارلسمه نیټه له بنګلدیش سره ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG