د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله استرالیا ته لاړه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان کرکټ بورد وایي چې د کرکټ ملي لوبډله به په استرالیا کې له خپل نوي روزنکي اندری مولز سره خپل تمرینونه پيل کړي تر څو وکولای شي د ۲۰۱۵ کال نړیوال کپ سیالیو ته ښه چمتو اوسي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د خبرپانې له مخې د ملي‌ لوبډلې روزنکي اندري مولز وايي هدف دادی چې دوی د عمل په ډګر کې له ځانه وړتیا وښايي.

ښاغلی مولز وايي "زموږ بریالیتوب به زموږ په ارادې او هلو ځلو کې وي او مږو به همدغې تمریناتي موقع څخه زیاته ګټه پورته کړو".

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوی.

تیره ورځ د دغو سیالیو کپ هم کابل ته راوړل شو چې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شو.

د سمندر د غاړې د هندبال ملي سیالۍ

له بلې خوا په کابل کې د سمندر د غاړې د هندبال ملي سیالۍ پیل شوې.
د هندبال فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې د اتو ولایتونو ۱۲ لوبډلو ګډون کړی چې تر یوې اونۍ پورې به سره سیالۍ ترسره کړي.

د هندبال فدراسیون مشر یوسف نیازي امریکا غږ ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۱۵۰ تنه غوره لوبغاړي سره سیالۍ ترسره کوي چې په پای کې به دولس غوره لوبغاړي د هندبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

ددغو سیالیو د تر سره کولو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل او آسیايي سیالیو ته د افغان لوبغاړو چمتوالی دی.

ښاغلی نیازی وايي "دوه میاشتې وروسته په ټایلند کې آسیايي سیالۍ ترسره کیږي په دغو سیالیو کې به له مرکز او ولایتونو څخه غوره لوبغاړي وټاکل شي دوه میاشتې پورې به ښه تمرینونه ترسره کړي او آسیايي سیالیو ته به واستول شي".

د هندبال د فدراسیون مشر وايي چې د تیرو کلنو په پرتله دغه ورزش زیات پرمختګ کړی دی او ځوانان هم له دغه ورزش سره زیاته مینه لري.

په ورته وخت کې د بشیر احمد په نوم یو لوبغاړي امریکا غږ ته وویل که څه هم دوی زیات خوښ دي‌ چې په ملي سیالیو کې یې ګډون کړی دی خو لکه څنګه چې لازمه ده دغه ورزش د پام وړ پرمختګ نه دی کړي.

هغه وايي "لکه څنګه چې نورو رشتو لکه والیبال ، فوتبال په افغانستان کې رشد کړی دی ، هندبال رشد نه دی کړی او نه هم په دې برخه کې پانګونه شوې ده یوازې په کابل او څو ښارونو کې لوبغاړي لوبې کوي او ښه زمینه نه ده برابره او ورزش لپاره امنیت هم ډیر مهم دی".

د یادولو وړ ده چې د هندبال لوبه اوس مهال د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ترسره کیږي چې په پام کې ده دغه ورزشي برخه نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

XS
SM
MD
LG