د لاس رسي وړ اتصالات

ایران، نړیوال ایتلاف او د داعش پر ضد مبارزه


د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د اسلامي دولت د ډلې پرضد د مبارزې لپاره غونډه وشوه
د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د اسلامي دولت د ډلې پرضد د مبارزې لپاره غونډه وشوه

ایران وايي چې د امریکا غوښتنه یې رد کړې ده چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش خلاف یې د همکارۍ لپاره کړې وه. خو امریکا بیا وايي چې د ایران سره په عراق کې پوځي همکاري نه کوي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای وايي چې په عراق کې د امریکا د سفیر غوښتنه یې رد کړې چې د اسلامي دولت د ډلې پرضد مبارزې کې یې د ایران د همکارۍ لپاره کړې وه.

په هغه بیان کې چې د ایت الله خامنه ای پر رسمي ویبپاڼې خپور شوی دی راغلي دي چې ایران د دې لپاره د امریکا دغه غوښتنه نه ده منلې چې «امریکا [په سیمې کې] ښه سابقه نه لري.»

په یوې لنډې تبصرې کې، چې د ایران دولتي تلویزون خپره کړه، ایت الله خامنه ای وویل چې د امریکا لخوا د اسلامي دولت د وسله والو خلاف د ایتلاف جوړول «بې مانا او پوچ» عمل دی او امریکا یې «د خپلې ګټې لپاره» کوي.

ایت الله خامنه ای پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د امریکا هدف دا دی چې عراق او سوریه په یو بل «پاکستان» باندې واړوي، چې «هر وخت یې چې زړه وي جنایتونه پکښې وکړي.»

د امریکا عکس العمل:

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، جین ساکي وايي چې دا پټه خبره نه ده چې امریکا د ایران سره د اسلامي دولت د وسله والو خلاف د ایتلاف په اړه خبرې کړې وي. خو هغې وویل چې امریکايي چارواکي د ایران سره، «نظامي همکاري نه کوي او نه به یې هم وکړي.»

د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې مرستیالې مري هارف وویل: «موږ دا ردوو چې د ایران سره به په ګډه د اسلامي دولت د ډلې خلاف جګړه کوو.»

په یوه لیکل شوې وینا کې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي وویل چې د اسلامي دولت وسله وال، «لکه نورو هیوادونو ته چې ګواښ دي، ایران ته هم جدي ګواښ پيښوي.»

جېن ساکي وویل چې امریکا او د نړۍ نور قدرتونه به د روانې اونۍ په پای کې د ایراني چارواکو سره په نیویارک کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي او «په راتلونکي کې به داسې فرصتونه څه نا څه موجود وي چې [امریکا دې] د عراق په اړه [د ایران سره]خبرې وکړي.»

د ایران د رول په اړه، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند وویل: «د ایران په اړه، زه فکر کوم چې تل د دې احتمال لږ و چې ایران دې د دغه ایتلاف بشپړ غړی شي. خو، زه فکر کوم چې موږ باید دا هیله ولرو چې ایران به د کوم مسیر سره چې ایتلاف یې ټاکي ځان عیار کړي.»

د پاریس کنفرانس:

ایران ته په پاریس کې د اسلامي دولت د ډلې پرضد د ایتلاف د جوړلو په اړه کنفرانس کې د شرکت لپاره بلنه نه وه ورکړل شوې.

په پاریس کې د دوشنبې په ورځ د اسلامي دولت د ډلې خلاف د نړیوال ایتلاف د جوړلو لپاره کنفرانس جوړ شو. په کنفرانس کې ۳۰ هیوادونو ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت د ډلې پرضد به د عراق د حکومت سره مرسته وکړي. دغو هیوادونو ژمنه وکړه چې د مرستې لپاره به «د ټولو ضروري لارو چارو» څخه، د نظامي مرستو په شمول، کار واخلي.

د پاریس په کنفرانس کې ټینګار وشو چې په عاجله توګه د اسلامي دولت د ډلې د له منځه وړلو ضرورت شته. په کنفرانس کې ګډون کوونکو هیوادونو دا ژمنه وکړه چې د عراقي چارواکو سره به خپلو عاجلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او دغه مرستې به ډیروي.

په کنفرانس کې د ملګروملتونو، اروپايي اتحادیې او عربي ټولنې استازو برخه اخیستې وه.

د بشارالاسد څخه د ایران ملاتړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ په ترکیې کې خبریالانو ته وویل چې دا به مناسبه نه وي چې ایران دې د پاریس په کنفرانس کې وروبلل شي. هغه وویل چې ایران په سوریې کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.

د ایران دولتي خبرې آژانس وايي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د فرانسې د پارلمان غړو ته ویلي چې د اسلامي دولت د ډلې پرضد د مبارزې ښه لاره دا ده چې د عراق او سوریې د حکومتونو سره مرسته وشي. هغه زیاته کړې ده چې دغه دوه هیوادونه د تروریزم پرضد جدي مبارزه کړې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې د اسلامي دولت خلاف د مبارزې یوه برخه دا ده چې د سوریې د مخالفین ملاتړ وشي او دغه مخالفې ډلې قوي شي.

XS
SM
MD
LG