د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر او غړو نن پنجشنبه یو خبري کنفرانس ته وویل دغه کمیسیون خپل کار بشپړ کړی او پایلې یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ولیږلې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي که د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددې کمیسیون په پرېکړو اعتراض لري، نو د قانون له مخې څلور ویشت ساعته وخت لري، چې اعتراض وکړي او که اعتراض نه لري، نو دا د ټاکنو کمیسیون مکلفیت دی چې په خپل وخت د ولسمشرۍ د ټاکنو وړونکی کاندید اعلان کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وویل "د ټاکنو په پایلو مونږ خپله پرېکړه کړې ده، اوس د ټاکنو د کمیسیون وار دی، صلاحیت لري، که اعتراض لري، په څلور ویشتو ساعتونو کې اعتراض وکړي، که اعتراض و نه کړي، سکوت وکړي یا یې ومني نو دا کمیسیون مکلف دی چې نوي جمهور رئیس ته وثیقه ورکړي."
د یو وروستي خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي د آشنا تلویزیون ته وویل چې د شکایتونو د کمیسیون پریکړې دوی ته رسیدلې دي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په نننۍ پرېکړه کې یو غړي مخالفت درلود خو دا پرېکړې د نورو غړو په توافق شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني بیا وویل چې ټول هغه محلونه چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا یې رايې باطلې شوې وې، له هغو څخه د ۲۸ محلونو رايې بیرته بااعتباره شوي دي او له ابطال وتي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د امریکا غږ د خبریال دې پوښتنې ته چې دغه کمیسیون د څومره محلونو رايې باطلې کړي دي وویل "مونږ د هغو محلونو چې باطل شوي او یا څومره رايې باطلې شوي، معلومات نه شو ورکولی."
د درغلګرو تور لست
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د ټاکنو د کمیسیون ټول هغه مؤقت کارکوونکي چې په درغلیو کې ښکیل وو، په تور لست کې به یې شامل کړي او له دې وروسته به هغوی ته د ټاکنو په کمیسیونونو کې د کار کولو اجازه نه وي.
سعادت وویل "د ټاکنو د کمیسیون هغه موقت کارکوونکي، چې په محلونو کې یې د درغلیو رايې ثابتې شوي، یا یې د رایو ورکولو په پاڼو کې ستونزې وې، په تور لست کې به شامل شي."
دا کمیسیون وايي، د دواړو ټاکنیزو کمیسیون دایمي غړي هم چې په درغلیو کې یا ښکیل یا یې په حقیقتونو سترګې پټې کړي هم تور لست کې ور زیات کړای شي.
د نوماندان کتنه
د جمهوري ریاست دواړو نوماندانو نن پنجشنبه په خپلو کې سره کتلي او یو وار بیا هوکړې ته ندي شوي دي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا وویل " نن د دواړو مشرانو ترمنځ کومې خبرې اترې چې وې، دا په وروستیو اختلافونو متمرکزې وې، زیات پرمختګ یې نه درلود."
بل لورته د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند صدیق پتمن وايي، چې نوی میکانیزم ندی مطرح شوی خو د نړیوالو منځګړو په ملتیا پراخ مذاکرات شوي دي، هغه وویل "امیدوار یو چې مذاکرات دوام وکړي، اما لا تراوسه نهايي نتجې ته نه یو رسېدلي."
لا هم معلومه نده چې کله به د ټاکنو اوږده لانجه په سیاسي او تخنیکي لحاظ پای ته ورسیږي