د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د گوزڼ د مخنیوي د پروګرام کارکونکی ووژل شو


ارشیف
ارشیف

د کونړ امنیه قوماندان جنرال سیدحبیب سیدخیل امریکا غږ ته وویل چې تیره ورځ غرمه مهال نا مالومو وسله والو د وټه پور په ولسوالۍ کې د ماشوانو د ګوزڼ ضد واکسین د پروګرام د عامه پوهاوي مشر ډاکټر فضل الرحمن وسله والو وژلی دی.

جنرال سیدخیل وايي ډاکټر فضل الرحمن د قلا کلي ته د هغه ستونزې د حل لپاره تلی و، چې ځینو کورنیو خپلو ماشوانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق مخه نیولې وه.

په وټه پور ولسوالۍ کې د وژل شوي، ډاکټر کورنۍ وايي له هیچا سره یې بدي نه لره.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د دوی ملګري د واکسین ممانعت نه کوي او طالبان ددې ډاکتر په وژنه کې لاس نه لري.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د وټه پور ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې ځینو وسله والو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق د پروګرام سره مخالفت کړی و.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایي چې پاکستان سره په سرحد کې پراته د دغه هیواد ختیځ ولایتونه اوس هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د ګواښ سره مخ دي.

افغانستان او پاکستان په هغو دریو هیوادونو کې شامل دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ ویرس فعال دی.

په ننګرهار کې د افغان پوځ عملیات

د بلې خوا د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې 25 وسله وال او شپږ پولیس وژل شوي دي.

د دور بابا ولسوال همیشه ګل امریکا غږ ته وویل، چې د تیرې ورځې راهیسې ددغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې افغان ځواکونو ګډ عملیات پیل کړي، چې تر اوسه پکې لس وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي، چې ددغه چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې شپږ حکومتي پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزی هم وايي چې عملیات به تر هغې دوام لري، چې د دور بابا ولسوالي یې له مخالفو وسله والو څخه نه وي پاکه کړي.

وسله والو طالبانو ددغه جګړې پر ترڅ کې د نهه حکومتي عسکرو د وژنې، او درې نورو د ژوندي نیولو ادعا کړې ده.

ددغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ملګرو ته یې زیان ندی رسیدلې.

XS
SM
MD
LG