د لاس رسي وړ اتصالات

په استرالیايي مسلمانو ځوانانو کې د افراطیت زیاتیدل


.
.

د اسټریلیا په سډني ښار کې میشت د افغانانو د ټولنې یو مشر ښاغلی سیر ده سبزی وايي چې د میلبورن د پیښې په اړه ډیر دقیق معلومات نشته، خو هغه څه چې په رسنیو کې راغلي د هغې په اساس ویل کیږي، چې د میلبورن پولیسو د نعمان حیدر په نوم ځوان باندې شک درلود چې هغه د افراطي ډلو سره اړیکه لري او د استرالیا امنیت ته خطر پیښولی شي.

ښاغلی ده سبزي وايي چې پولیس د نعمان حیدر کور ته ورغلي وو، خو هغه په کور کې نه و ، نو پولیسو ېې کور تالاشي کړ.

بیا چې کله نعمان حیدر خبر شو چې پولیس ېې کور تالاشي کړی او د کورنۍ غړي او شخصي شیان پلټلي دي، نو هغه وپاریده او د چاړې سره د پولیسو ماموریت ته ورغی. هلته ېې په یو پولیس د چړې گزار وکړ، چې کله ېې په بل پولیس حمله کوله نو د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

اسټریلیا کې ځیني مسلمانان ځوانان د اسلامي دولت د ډلې د پروپاگنډ د اغیزې لاندې راغلي.
اسټریلیا کې ځیني مسلمانان ځوانان د اسلامي دولت د ډلې د پروپاگنډ د اغیزې لاندې راغلي.

ښاغلی ده سبزي وايی چې د کوم وخت نه چې په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونه زیات شوي او عکسونه ېې استرالیا کې میشتو ځوانانو ته رسيدلي، نو دلته هم د هغوي فکر عام شوی او زیاتره عرب او افغان ځوانان ورته مایل شویدي. چې دا کار د استرالیا د حکومت ته د اندښنې سبب شویدی.

ښاغلی ده سبزي وايی چې د میلبورن پولیسو هم د دغو کسانو په اړه پلټنې پیل کړیدي او امنیت ته د گواښ په نوم ېې توقیفوي.

هغه وايی چې دغې پیښې په خلکو کې تشویش زیات کړیدی او دا استرالیا کې میشتو مسلمانانو ته په عمومي ډول او افغانان ته په ځانگړي ډول مشکلات پیدا کولی شي.

ښاغلی ده سبزي وايي چې په استرالیا کې افغانان نژدې له دریو سوو کالو نه ژوند کوي، تر ننه ېې د استرالیا په ټولنه کې سوله ییز ژوند کړی او ټولنیز ژوند کې خپل ځای لري.

دی وايي چې دوي هیله لري چې د استرالیا ولس به د دغې یوې پیښې په سر د افغانانو په اړه خپل فکر بدل نه کړي او افغانانو ته د دوست په سترگه وگوري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG