د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک ټایمز پر خبریال بندیز لېرې شو


د نیویارک ټایمز خبریال متیو روزنبرګ د اګست په میاشتې کې د افغانستان نه وشړل شو.
د نیویارک ټایمز خبریال متیو روزنبرګ د اګست په میاشتې کې د افغانستان نه وشړل شو.

د نیویارک ټایمز ورځپانه وايي چې هغه خبریال ته یې،چې د افغانستان نه شړل شوی و اجازه ورکړل شوې چې افغانستان ته ولاړ شي.

نیویارک ټایمز رپوټ ورکوي چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان لویې څارنوالۍ حکم صادر کړی چې په خبریال متیو روزنبرګ باندې لګیدلی بندیز دې لېرې شي.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې خبریال، متیو روزنبرګ افغانستان ته د تګ اجازه نه درلوده.

ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي پر خپل تویټر لیکلي چې «د ژمنې سره سم یې، د لویې څارنوالۍ څخه غوښتنه کړې چې په امریکايي ژورنالست دې بندیز لېرې کړي او اجازه دې ورکړي چې افغانستان ته تګ راتګ وکړي.»

ولسمشر پر خپل ټویټر دا هم لیکلي دي چې دغه کار یې د بیان د آزادۍ لپاره کړی دی.

نیویارک ټایمز وايي چې ولسمشر احمدزي، په دا تیرو څو ورځو کې چې یې کار پیل کړی دی، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي نه متفاوت دریځ خپل کړی دی.

ورځپانه وايي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د افغانستان او غربي هیوادونو ترمنځ مناسبات خراب شوي وو.

د نیویارک ټایمز خبریال روزنبرګ د اګست په ۱۸ مه د افغانستان د انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړې وه چې ورسته بیا لویې څارنوالۍ هغه ته د افغانستان نه د وتلو امر وکړ او افغانستان ته د هغه په تګ او راتګ باندې بندیز ولګول شو.

د متیو روزنبرګ په مقالې کې لیکل شوي و چې د انتخاباتو د نتایجو د نه معلومیدو له امله یو شمیر افغان لوړپوړو چارواکو ګواښ کړی دی چې کودتا کوي او موقت حکومت جوړوي.

امریکا او ملګروملتونو افغانستان ته د متیو روزنبرګ په تګ او راتګ د بندیز په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG