د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد: غواړم پخپلو هڅو د کرکټ مینه وال خوشاله وساتم


محمد شهزاد څو ځله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې
محمد شهزاد څو ځله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې

شهزاد محمدي وايي چې زه لا ډیر ماشوم وم چې د کرکټ بیټ مې لاس کې واخیست.

هغه وایي "په پیښور کې مهاجر وم چې د کوره به د کرکټ میدان ته تلم. څو څو ځله مې د پلار نه وهل هم خوړلي، خو د کرکټ شوق مې همداسې وده کوله. بیا د کرکټ د نورو افغان لوبغاړو نوروز منگل، اصغر ستانکزي او شاهپور ځدران سره ملگری شوم. اول مې کرکټ د ټینس په بال کوه. بیا هارډ بال یا سخت توپ ته راغلم. هغو ورځو کې د پاکستان لوبغاړي معین خان او راشد لطیف مې ډیر خوښ وو. توپ وهنې سره مې د وکټ کیپنک سره هم مینه وه."

شهزاد اول ځل د افغانستان په شپاړلس کلنو لوبغاړو په ټیم کې شامل شو او بیا ملي ټیم ته ورسید. د هغه د ژوند نه هیریدونکې ورځ هغه ده چې کله کال ٢٠١٠ کې افغانستان د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته ورسید. د شهزاد په ژوند کې ډیرې لوړې ژورې راغلي. اوس چې افغانستان د ٢٠١٥ کال د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام دپاره استرایلیا ته روان دی، نو شهزاد هم غواړي چې دغه ټیم کې ووسي. هغه هیله لري چې دې راتلونکو سیالیو کې چې عربي اماراتو کې کیږي، خپله وړتیا وښيي او بیرته ټیم ته راشي.

شهزاد محمدي د افغانستان دپاره ډیرې لوبې گټلي دي
شهزاد محمدي د افغانستان دپاره ډیرې لوبې گټلي دي

شهزاد واده کړی. یو زوی لري. د کرکټ نه علاوه فټ بال سره هم شوق لري. په ملي ټېم کې ېې ټول ملگري خوښ دي خو زیات وخت ېې میرویس اشرف، دولت او نورعلي ځدران سره تیریږي.

شهزاد د ځینو فزیکي ستونزو له کبله دا شپږ میاشتې کیږي چې د ملي ټیم نه بهر دی او منتظر دی چې بیرته خپل ځای پیدا کړي. هغه وايي چې د خپلو ملگرو او مینه والو پسې خفه دی. د انتظار ورځو ته ډیر خواشینی دی او غواړي چې ډیر ژر میدان ته کوز شي او خپل مینه وال بیرته پخپلې لوبې خوشاله کړي.

هغه خپلو مینه والو ته وايي چې "بس دعا کوئ چې بیرته ټیم ته راشم او خپل مینه وال د تل په شان په خپلو شاټونو خوشاله کړم"


.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG