د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې جمهور رئیس کابل ته راغلی دی

Arsitek Irak-Inggris Zaha Hadid berpose di West Hollywood, California, 21 Maret 2004. Hadid, dengan ciri khas desain yang modern dan futuristik, termasuk pusat akuatik untuk Olimpiade London 2012, meninggal dunia pada usia 66 tahun (31/3). (AP/Kevork Djansezian, File)

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي امریکا غږ ته وویل چې د ترکیې جمهور رئیس کابل رارسیدلی دی او ژر به د افغانستان د جمهور رئیس سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وینا وکړي.

په پام کې ده، چې د ترکيې جمهور رئیس رجب طيب اردوغان به په کابل کې د خپلې استوګنې په وخت د افغان حکومت د نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وویني او د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراخیدلو سره خبرې وکړي.

افغان چارواکي وایي چې ټاکل شوې ده چې کابل ته د ترکیې د جمهور رئیس ددغه سفر په وخت به هغه د افغانستان د جمهور رئیس سره د دواړو هیوادونو ترمنځ یو ستراتيژيک امنيتي تړون هم لاسليک کړي.

افغانستان او ترکیه ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګیدل یوې پیړۍ نه اوړي.

په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسیدلو وروسته دغه هیواد د امریکا په مشرۍ په نړیوال ائتلاف کې برخه واخستله او په سلګونو عسکر یې افغانستان ته راولیږل او د ایساف د ځواکونو په ترکیب کې په کابل کې ددغو ځواکونو لومړنۍ قوماندانۍ هم د ترکیې عسکرو په غاړه وه.

ترکيې په تيرو ديارلسو کلونو کې هم د افغان پوځ او پولیسو په روزنه کې هم ونډه اخیستی ده.

ترکیه په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو په چوکاټ کې تر ځلورسوه عسکر لري.

XS
SM
MD
LG