د لاس رسي وړ اتصالات

السیسي: مصر به د تروریستانو د ماتولو لپاره جګړه وکړي


د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي چې د مصر د سیناء په ټاپووزمې کې د پوځ په یوې پوستې باندې د جمعې د ورځې برید د «بهر نه تمویل شوی» و.

ښاغلي السیسي زیاته کړه چې برید کوونکو ته باید سزا ورکول شي او په دار وځړول شي.

د شنبې په ورځ، ښاغلي السیسي وویل چې هیواد یې د بهرنیو قدرتونو سره په جګړې کې دی. هغه وویل چې بهرني قدرتونه غواړي چې «مصر کمزور کړي.»

عبدالفتاح السیسي وویل چې «مصر د خپل بقا لپاره جګړه کوي. مصر د خپل بقا لپاره په جګړې کې ګیر دی. د دې مانا دا ده چې مصریان باید متحد شي. موږ د دې حق لرو چې (د بریدونو پخاطر) خوابدي شو او د احساساتو څرګندونه وکړو. خو موږ باید د هغې لویې دسیسې په ابعادو، چې ورسره مخامخ یو، سر خلاص کړو.»

په سیناء کې د وژل شوو عسکرو د جنازې په مراسمو کې برخه والو د مصر د ولسمشر د ژمنې ملاتړ وکړ. د جنازې ګډون کوونکو وویل چې د وسله والو پر ضد باید سخت اقدامات وشي.

«دغه عادلانه[عمل] نه دی چې زموږ بچیان دې ووژل شي. هره ورځ موږ د خپلو شهیدانو جنازې خاورو ته سپارو. زه خپل ولسمشر ته وایم چې د دغې موضوع سره باید په قاطعیت برخورد وکړي. موږ د هغه ملاتړ او پشتیباني کوو.»

مصر د سیناء د ټاپووزمې په شمال او مرکزي برخو کې د درېیو میاشتو لپاره بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

مصر د غزې سره د رفح سرحد هم تړلی دی. مصر دا کار ورسته له دې نه وکړ چې په دغه هیواد کې دوه تروریستي بریدونه وشول.

د تشدد د پيښو مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

خو د مصر تر ټولو فعاله افراطي وسله واله ډله، «د مصر عسکرو،» د پخوانیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په دغو بریدونو کې د قاهرې برید هم شامل دی چې د رواني عیسوي میاشتې په لومړیو ورځو شپو کې وشو او پکښې ۱۲ کسان ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG