د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق الانبار ته د امریکايي عسکرو لومړۍ ډله ورسیدله


آرشیف
آرشیف

د عراق د الانبار ولایت ته د امریکايي عسکرو ٥٠ کسیزه ډله ورسیده. دا لومړی ځل دی چې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو سره په جګړې کې د الانبار ولایت ته امریکايي عسکر استول کیږي.

امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه ٥٠ امریکايي عسکر به د عراق د الانبار د ولایت د الاسد د هوايي اډې د امکاناتو جاج واخلي.

امریکا په دې غور کوي چې د الاسد د هوايي اډې نه د مشورې او مرستې د ماموریت لپاره کار واخلي.

د الاسد د هوايي اډې څخه عراقي قواوو او قومي ملیشو ته د اکمالاتو د رسولو لپاره کار اخیستل کیږي.

عراقي قواوي او قومي وسله والې ډلې د حدیثې د بند څخه دفاع کوي. دغه بند د عراق د مهمو زیربناوو په کتار کې راځي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما تیره اونۍ اعلان وکړ چې په عراق کې به د امریکايي عسکرو شمیر دوچنده کړي.

ولسمشر اوباما د عراق د الانبار ولایت ته د ١٥٠٠ امریکايي عسکرو د استولو سره موافقه کړې ده.

امریکايي عسکر به عراقي قواوو او قومي ملیشو ته د اسلامي دولت د ډلې خلاف د جګړې لپاره روزنه او مشورې ورکړي.

د عراق د الانبار په ولایت کې د اسلامي دولت ډلې عراقي قواوو ته په څو جګړو کې ماته ورکړه. دغه بیا اندیښنه پيدا کړې ده چې کیدای شي د اسلامي دولت ډله د الانبار د ولایت ټولې سیمې ونیسي.

د عراق د الانبار د ولایت شرق ته بغداد پروت دی. دغه ولایت د سوریې، اردن او سعودي عربستان سره سرحد لري.

بلو پلو ته، د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې هغه رپوټونه نه شي تاییدولی چې وايي د امریکا په هوايي برید کې، چې د جمعې په ورځ موصل ته نږدې وشو، د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی او یا زخمي شوی دی.

د یکشنبې په ورځ، د عراق د دفاع وزیر خالد العبیدي د البغدادي د زخمي کیدو ادعا وکړه. العبیدي په خپل فسبوک دغه خبر خپور کړی و.

نور رپوټونه ادعا کوي چې د امریکا په هوایي برید کې د البغدادي یو مرستیال وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG