د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله د ۲۰۱۶ نړیوال جام ته نژدې شوه


افغانستان سبا شنبه له کویټ سره لوبه لري او که یې وګټي نړیوال جام ته وځي. کویټ پیاوړی نه بلل کیږي.
افغانستان سبا شنبه له کویټ سره لوبه لري او که یې وګټي نړیوال جام ته وځي. کویټ پیاوړی نه بلل کیږي.

د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د کرېکټ د شورا په غوره لیګ سیالیو کې نیپال ته هم ماتې ورکړه، او په دې ډول یې خپله څلورمه پرلپسې لوبه وګټله.

دغه لوبه نن د جمعې په ورځ د نومبر په څوارلسمه نېټه په کویټ کې وشوه.

افغانستان په دغې بریا سره د ۲۰۱۶ کال د نړیوال جام ته یو بل ګام هم نژدې شو، افغان ځوانان خپله وروستۍ لوبه له کوربه کویټ سره کوي چې هومره پیاوړې لوبډله نه بلل کیږي او ښايي په اسانۍ سره یې وګټي.

نيپال هم د دغو سیالیو یوه پياوړې لوبډله وه او خپلې درې واړې لوبې یې ګټلې وې.

په ننۍ لوبې کې نیپال لومړۍ منډې وکړې خو لوبغاړي یې افغان توپ اچوونکو ته ډېر ټېنګ نه شول، د نیپال ټوله لوبډله په ۱۳۵ رنزونو وسوځېدله.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان څلور، ضیاالرحمن او شاهدالله بیا دوه دوه نيپالیان وسوځول.

افغانستان د ۱۳۵ رنزونو د پوره کولو لپاره د نورو لوبو خلاف ښه پیل ونه کړ او د سر لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل، خو دا د شاهدالله ۵۲ رنزونه و چې د افغانستان بری یې یقیني کړ. افغانستان په پنځو لوبغاړو دغه هدف ترلاسه کړ. د لوبې غوره لوبغاړ راشد خان شو . د افغانستان کرېکټ بورډ په خپلې رسمي ټویټر پاڼې کې هېوادوالو او د کرېکټ مینوالو ته د دغه بري مبارکي ورکړې ده.

افغانستان خپله وروستۍ لوبه سبا شنبه له کویټ سره کوي، که دغه لوبه یې وګټله نو مخامخ به د ۲۰۱۶ کال د کرېکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته وځي.

افغانستان کویټ ته تر سفر وړاندې د پاکستان په لاهور کې ښار کې د دغه هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته هم دوه وارې ماتې ورکړې .

افغانستان دوه وارې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې لوبېدلی دی، چې د کرېکټ د نړیوالې شورا ځینې پیاوړي غړي هېوادونه یې هم مات کړي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG