د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د فلسطیني بریدکوونکو کورونه ویجاړوي


اسرائیل وايي چې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې به د یو شمیر فلسطینیانو کورونه تخریب کړي.

اسرائیلو ویلي دي چې د دغو فلسطینیانو کورونه د دې لپاره ورانوي چې په اسرائیلیانو باندې یې په ورستیو بریدونو کې لاس درلود.

د اسرائیلو پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې په ختیځ بیت المقدس کې یې یو شمیر فلسطیني کورنیو ته د ۴۸ ساعتونو مهلت ورکړی دی چې د فیصلې په خلاف غوښتنه یا اپيل وکړي.

د اسرائیلو پوځ وویل چې که محکمې د فلسطینیان غوښتنه رد کړه او یا یې هم و نه منله نو کورونه به سمدستې ویجاړ کړي.

د اسرائیلو پوځ دا نه دې ویلي چې څو فلسطیني کورنیو ته یې خبر ورکړی دی چې کورونه به یې وران کړي.

خو اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې د هغو فلسطینیانو کورونه تخریبوي چې په دې ورستیو وختونو کې یې په بیت المقدس کې خونړي بریدونه کړي دي.

په دغو فلسطینیانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د اورګاډي په تم ځایونو کې یې خلګ په موټرو وهلي وو.

د اسرائیلو صدراعظم بنیمین نتنیاهو د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې امر وکړ چې د هغو فلسطینیانو کورونه دې تخریب شي چې د تشدد نه یې کار اخیستی.

د تشدد پيښې ورسته له دې نه وشوي چې د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ د الاقصی په مسجد کې د عبادت په کولو اختلافات پيدا شول.

یهودیان د الاقصی مسجد چې د ټمپل مونټ په نامه یې یادوي د ځانو لپاره مقدس ځای ګني.

د مسلمانانو لپاره د الاقصی مسجد دریم مقدس ځای دی.

بل پلو ته، اروپايي اتحادیه په دې غور کوي په اسرائیلو باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي او که څنګه.

اروپايي اتحادیه وايي چې په بندیزونو د دې لپاره غور کوي چې اسرائیلو په ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې یهودانو ته د نوېو کورونه د جوړلو اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG