د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې له امریکا سره امنیتي تړون تصویب کړ


ولسي جرګې غونډه (ارشیف)
ولسي جرګې غونډه (ارشیف)

نن د یکشنبې په ورځ د نومبرې په ۲۳ نېټې ولسي جرګې د دواړو تړونونو لپاره فوق العاده غونډه لرله، د ولسي جرګې د ۱۵۷ حاضرو له غړو یوازې پنځو غړو له دواړو تړونونو سره مخالفت څرګند کړ .

دریو نورو خپلې رایې ونه کارولي او پاتې نورو ټولو استازو د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون- د افغانستان او ناټو ترمنځ د ناټو د سرتیرو د شتون د څرنګوالي تړون ومانه او د رسمي سندونو په توګه یې وپېژندل.

ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې له لورې ددغو سندونو د تاید هرکلی وکړ او له مشرانو جرګې هم وغوښتل جې دغه تړونونو تاید کړي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دا دواړه تړونونه د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره مهم ګڼلي دي.

د ولسي جرګې مشر عبداللطیف ابراهیمي وویل ‪"‬له امریکا سره د امنیتي تړون قرارداد د پنځو سرو کارتونو په لرلو د ولسي جرګې د پنځو غړو له خوا رد خو د پاتې نورو ټولو غړو تاید کړ، د افغانستان او ناټو ترمنځ قرارداد د پنځو مخالفو سره کارتونو په لرلو د مجلس د پاتې نورو ټولو غړو له خوا هم تاید شو.‪"‬

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون او د ناټو او افغانستان ترمنځ په تړون نن په ولسي جرګه کې مختلف نظریات موجود ول، ځینو غړو ویل چې ددغو تړونونو مخالف او موافق پنځه پنځه غړي دې خبرې وکړي، خو بالاخره د ولسي جرګې د تالار له لورې په یوه خوله وویل شول چې په تړونونو په عمومي مجلس کې څرګندونې نه کوي او په مستقیم ډول په دواړو تړونونو رايې اچوي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون مشر عبدالقادر ځاځي د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون توضیح کړ، ويې ویل چې دا قرارداد د یوې مقدمې په شمول په ۲۶ مادو او دوو ضمیمو کې را نغاړل شوی دی.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وویل دا دواړه تړونونه د ولسي جرګې د ۱۱ کمیسیونونو د تاید وړ ګرځېدلي، څلورو کمیسیونونو رد کړي وو.

د ولسي جرګې له تايد وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون او د ناټو او افغانستان ترمنځ تړون په رسميت و پېژندل شول او اوس به دا تړونونه د مشرانو جرګې ته استول کیږي .

د افغانستان نوي حکومت د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د سپتمبر په ۳۰ نېټه په کابل کې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او د امریکا د سفیر جیمز کننګهم ترمنځ په داسې حال کې لاسلیک کړ، چې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله هم حاضر ول.

ددې ترڅنګ له ناټو سره د افغانستان تړون هم په همدغه ورځ په عینې مراسمو کې لاسلیک شو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک ډډه وکړه او هغه یې لاسلیک نه کړ.

د امنیتي تړون په سر د بحث لویې جرګې چې په ۲۰۱۳ کال کې دایره شوې وه، هم دا تړون تائید کړی وو.

XS
SM
MD
LG