د لاس رسي وړ اتصالات

سپنتا: امریکا د افغانستان د ملي واکمنۍ په خلاف عمل کړی


د افغانستان د پخواني جمهورریس د ملي امنیت سلاکار
د افغانستان د پخواني جمهورریس د ملي امنیت سلاکار

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې اسلام اباد ته د لطیف الله محسود تسلیمول د افغانستان د حکومت په وړاندې یو ډول بې تفاوتي بللې او ویلي دي چې امریکا دا کار په داسې حال کې کړی چې نوی افغان حکومت واشنګټن سره د اړیکو د ښه کیدلو لپاره په هڅو بوخت دی.

رنګین دادفر سپنتا، اسلام اباد ته د محسود سپارل غیر قانوني وبلل او وې ویل چې امریکا دا کار د افغان حکومت د خبرتیا او موافقې پرته کړی دی.

ښاغلي سپنتا وویل "وګورئ لطیف الله محسود د افغان امنیتي ځواکونو سره کابل ته په لاره و او افغان امنیتي ځواکونو په پام کې لرل چې ورځینې لازمې پلټنې وکړي او هغو معلوماتو ته چې افغانستان د تروریزم سره په جګړه او د افغان طالبانو سره سولې او پخلاینۍ په برخه کې ورته اړتیا لرله د هغه نه تر لاسه کړي او په دغو برخو کې افغانستان سره مرسته وکړي. کله چې د هغه موټر لوګر ته نږدې شو ددې لپاره چې امریکایي ځواکونه ددې مسلې نه خبر وو، ځکه چې د امریکا او زمونږ استخباراتي ځواکونو ترمنځ پراخه اړیکې شته، هغه یې ونیوه او په خپله ولکه کې یې راوست".

ښاغلي سپنتا د خپلو خبرو په دوام وویل چې وروسته دی د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه د امریکا نه غوښتنه وکړه چې دا سړی افغانستان ته بیرته وسپاري ځکه د ښاغلي سپنتا په وینا محسود نه د جګړې په ډګر کې او نه هم په کوم بل ځای کې نیول شوی و، بلکې امریکائیانو هغه د افغان امنیتي ځواکونو نه په زور تسلیم کړی وو.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار وویل "یوه ورځ وروسته جمهور رئیس کرزي د امریکایي قوماندان نه وغوښتل او کوم ځواب چې امریکایي قوماندان ورکړ ما په خپله مقاله کې د هغه د خولې نه نقل کړی دی، دا و چې ددغه سړي په لاسونو د امریکائیانو وینه پرته ده، مونږ د امریکائیانو قاتلان بل چاته نه ورکوو ددې مسلې په دوام پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا جمهور رئیس ته لیک ولیکه او له هغه نه یې وغوښتل چې سولې ته د رسیدلو لپاره د افغانستان له هڅو ملاتړ وکړي او دا ډول اقدامات د افغانستان د سولې هڅو ته زیان رسوي".

د پخواني جمهور رئیس او امریکا اړیکې

ډاکټر سپنتا دا ومنله چې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي تل د امریکا سره ستونزمنې اړیکې لرلې.

ښاغلي سپنتا د حامد کرزي د حکومت او امریکا ترمنځ د اړیکو د خړ پړتیا یو دلیل په افغانستان کې په جګړه کې د ملکي تلفاتو مسله وښودله.

ښاغلي سپنتا وویل "یوه دا مسلو نه وه، تاسو پوهیږۍ چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ مونږ تل د امریکا متحده ایالاتو سره په اړیکو کې ستونزې لرلې.د ملکي تلفاتو مسله یوه له ستونزو ډکه مسله وه، افغان امنیټی ځواکونو په ځانګړې ډول د هوایې ځواکونو نه پیاوړي کول یوه بله مسله وه، خو ددغو ټولو ستونزو په سر کې دوه ستونزې موجود وې چې یوه یې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مسله وه او بله یې پاکستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د چلند بڼه وه".

تروریزم په خلاف ستراتیژئ کې ابهام

د افغانستان د ملي امنیت دغه پخواني سلاکار امریکا غږ سره په مرکه کې په افغانستان کې د تروریزم سره د جګړې په برخه کې د امریکا په ستراتیژئ هم انتقاد وکړ وې ویل چې په دغه ستراتیژئ کې یو ډول ناڅرګندتیا شته.

ښاغلي سپنتا وویل" هغه څه چې ما په بیلابیلو خپلو مقالو کې چې کله د بهرنیو چارو وزیر وم او که د ملي امنیت سلاکار وم د ستراتیژیک ابهام مسله مې یاده کړې ده ، یو ستراتیژیک ابهام دی چې امریکا پرې اخته شوې ده".

ډاکټر سپنتا وویل چې د طالبانو اصلي منبع او ټاټوبی چې هلته پناه ځایونه لري روزنې ترلاسه کوي او مسلح کیږي اونه یوازې د افغانستان په خلاف، د نړیوالو ځواکونو په سر کې د امریکا په خلاف د چین په خلاف د ازبکستان او تاجکستان په خلاف چې ورځینې کار اخستل کیږي ،هغه پاکستان دی.

هغه وویل چې که کوم څوک غواړي چې د طالبانو په وړاندې په یوې قاطع مبارزه کې برخه واخلي باید پناه ځایونه، روزنیز مرکزونه او دهغو کسانو په وړاندې چې طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي مبارزه وکړي چې دا د ستراتیژئ د ستونزوڅخه ده.

ښاغلي سپنتا وویل" يو ځل بیا غواړم ټینګار وکړم چې زه د افغانستان د یو اوسیدونکي په توګه په تیرو دیارلسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې او پهسر کې د امریکا متحده ایالاتو د قربانیو او زیاتو هڅو ته درناوی لرم او ورځینې مننه کوم خو دا ددې دلیل نه شي کیدای چې زه د هغه ابهام او ناڅرګندتیا نه چې د تروریزم سره د مبارزې په ستراتیژئ کې شته انکار وکړم. د افغانستان خلکو ډیرې زیاتي ستړنزې ګاللي دي او په زرګونو قرباني یې ورکړي دي که په تیرو دیارلس کلونو کې نړیوالې ټولنې تر څلورو زرو پورې قرباني ورکړې ده افغانستان په زرګونو قربانۍ ورکړي دي".

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار وویل افغانانو په خپلو قربانیو د نړئ امنیت پیاوړی کړ خو پخپله امنیت ته و نه رسیدل ، افغانان د تروریزم اصلي قربانیان دي او هغوی د حق لري چې ووایي نور بس دی.

XS
SM
MD
LG