د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم منحل شو


د فتبال د فدراسیون چارواکي د سویلیزو آسیايي هیوادونو په لوبو کې د افغان ټیم له لوبو راضي ندي
د فتبال د فدراسیون چارواکي د سویلیزو آسیايي هیوادونو په لوبو کې د افغان ټیم له لوبو راضي ندي

له اوو کلنو فعالیت څخه وروسته د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډله منحل شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې په دې وروستیو کې په تیره په پاکستان کې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې د افغان نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې منفي پایلې دوی اړ کړل ترڅو دغه لوبډله منحل او پر ځای نوي کسان وټاکي.

د فوټبال د فدراسیون د رسنیو مسول علي کاظمي امریکا غږ ته وویل چې د نجونو د فوټبال د کمیټې کمزوری مدیریت ددې لامل شوی چې د نجونو لوبډله ښې پایلې ونه لري‌ او د فدراسیون تخنیکي څانګې پریکړه وکړه چې په نږدې وختونو کې له نوي مدیریت سره د نجونو لوبډله جوړه کړي.

کاظمي وايي "وروسته له دې موږ نه غواړو چې یوازې په سیالیو کې ګډون وکړو ، موږ نتیجې پسې ځو.د فوټبال فدراسیون او فني کمیټې چې د نجونو په ټیم کې کومې ستونزې ولیدلې و پتیله چې دا ټیم منحل کړي او له سره یې جوړ کړيد منحل کیدو یو دلیل یې په پاکستان کې په سیالیو کې منفي پایله وه".

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دوی په پام کې لري چې له امریکا او ځینو اروپايي هیوادونو څخه هم یو شمیر افغان نجونو ملي لوبډلې ته جذب کړي چې ښې وړتیاوې لري.

دغه فدراسیون وايي‌ چې په بهر کې د لوبغاړو د جذبولو لپاره یو هییت تللی دی ترڅو وکولای شي له نږدې څخه نجونې وګوري.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډله په لومړي ځل په دوه زره او لسم کال کې یې په آسیايي سیالیو کې ګډون کړی وو چې کومه پایله یې نه درلوده ، همداشان په دوه زره او دولسم کال کې هم د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې برخه اخیستې وه چې نیمه پای لوبو ته یې لار پیدا کړې وه ، خو سږکال یې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې چې په پاکستان کې ترسره شوې له سختو ماتو سره مخ شوه.

دا په داسې وخت کې ده چې څه موخه مخکې د هلکانو د فوټبال ملي لوبډله هم منحل اعلان شوه چې تراوسه بیا له سره جوړه شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG