د استرالیا د سډني په ښار کې د یرغمل شوو کسانو د خوشي کولو په عملیاتو کې، د یرغمل نیونکي په شمول، درې کسان وژل شوي دي.
پولیسو وویل چې عملیات د استرالیا په وخت د سې شبنې د شپې په ۲ بجو پای ته ورسیدل. پولیسو د ۱۶ ساعتونو نه ورسته، هغه رسټورانټ ته داخل شول چې یو وسله وال کس پکښې ۱۷ کسان یرغمل کړي وو.
د پولیسو کمیشنر وویل رسټورانټ ته د داخلیدو په جریان کې پولیس د وسله وال کس د مقاومت سره مخامخ شول. خو، پولیسو دا و نه ویل چې درې کسان څنګه ووژل شول.
د استرالیا پولیسو د یرغمل نیولو دغه پيښه انفرادي بللې ده.
یرغمل نیونکی هارون مونس نومیدی. هغه یو ایرانی مهاجر و چې ۵۰ کاله عمر یې درلود.
هارون مونس د سډني اوسیدونکی و. هغه په کال ۱۹۹۶ کې استرالیا ته تللی و او هلته یې د سیاسي پناه درخواست ورکړی و.
په پيښه کې یو ۳۴ کلن سړی او یو ۳۸ کلنه ښځه وژل شوي دي.
د استرالیا صدراعظم ټوني اباټ وویل چې هارون مونس ذهني ثبات نه درلود. هغه وویل چې مونس خلګ د سیاسي انګیزې پر اساس یرغمل کړي وو. ټوني اباټ زیاته کړې ده چې امنیتي ادارو هغه پیژندی.
په پيښي کې څلور یرغمل شوي کسان او د پولیسو یو افسر ټپیان شوي هم دي.
د لندت د چاکلیټو کافي د سډني د ښار د کاروبار په مرکزي حوزې کې موقعیت لري. په دغه رسټورانټ کې د دوشنبې د سهار په ۹:۴۵ دقیقو یو وسله وال کس یو شمیر کسان یرغمل کړل.
د یرغمل شوو کسانو له جملې نه، پنځه کسان یې د دوشنبې په ورځ او پنځه نورو یې، د عملیاتو نه مخکې، د سې شنبې په ورځ بریالي شول چې وتښتي.
هارون مونس په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې پخوانۍ ښځې د وژلو په قضیې کې په ضمانت خوشي شوی و.
استرالیايي چارواکو وویل چې هارون مونس د جنسي تیري په شمول په څو قضیو کې ښکیل و او په کال ٢٠١٢ کې د یو شمیر استرالیایي سرتیرو کورنیو ته د اخطاریه لیکونو په استول تورن شوی و.
د پیښې ځای ته نژدې د ایالتي صدراعظم دفتر، د مارتین ودانۍ، د استرالیا مرکزي بانک او د استرالیا د نورو دوو سترو بانکونو مرکزي دفترونه موقعیت لري.