د لاس رسي وړ اتصالات

د اتو زونونو د فوټبال دکلپونو د اتلولۍ سیالۍ پیل شوې


کابل کې د افغانستان د اتو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ
کابل کې د افغانستان د اتو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي‌ چې وروسته له دریو کلنو دوی وکولای شول چې د افغانستان د اتو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ بیا پیل کړي چې یوې اونۍ پورې به دوام وکړي.

د دغو لوبو تنظیمونکی او د ملي لوبډلې روزنکی یوسف کارګر امریکا غږ ته وویل ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د فوټبال د لوبې وده او په افغانستان کې د فوټبال کلپونو ته د انګیزې ورکول دي تر څو هغوی لا نور هم تشویق شي او د فوتبال لوبه ورسره پرمختګ وکړي.

یوسف کارګر وايي "د افغانستان د کلپونو د اتلولۍ سیالیو لومړنی پړاو په ولایتونو کې پای ته رسیدلی دی هغه لوبډلې چې په ولایتونو کې بریالۍ شوې وې په زونونو کې یې سره سیالۍ ترسره کړې چې بلاخره اته غوره لوبډلې د غازي‌ په ستدیوم کې په دوو کته ګوریو کې نن سیالۍ پیل کړې".

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې ددغو سیالیو په پای کې به اتله لوبډله اعلانیږي او د آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې به هم ګډون وکړي چې په نږدې راتلونکې کیدای شي په هند کې ترسره شي.

دغه فدراسیون وايي چې تر دې وړاندې د هیواد په کچه د کلپونو ترمنځ د فوټبال سیالیو له ترسره کولو وروسته اتلو او پیاوړو لوبډلو په اوسنیو لوبو کې ګډون کړی اوی هیله من دي چې وکولای شي ددغو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړي هم په نښه کړي.

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي‌ چې په افغانستان کې د فوټبال د لوبې د پرمختګ یوازینۍ لار د کلپونو پیاوړي کول دي او دغه راز سیالۍ هم کولای شي چې لوبغاړي ورسره لا زیات وهڅول شي.

د هلمند ولایت د لوبډلې لوبغاړی سید باقر امریکا غږ ته وویل چې دوی زیات خوشحاله دي چې د کلپونو ترمنځ په ملي سیالیو کې یې ګډون کړی دی او دغه راز سیالۍ ډیرې مهمې دي ځکه له دغو سیالیو څخه لوبغاړي کولای شي چې ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

سید باقر وايي "دا سیالۍ ډیرې مهمې دي دا ټورنمنتونه باید دوام ولري ډیره ګټه چې ده هغه زموږ د ملي ټیم لپاره ده چې نوي ځوانان را پورته کیږي‌ او نوي فوتبالران خلک پیژني د فوټبال د ترقۍ لپاره دا ډیره ښه لار ده".

د لوبغاړو په وینا د کلپونو د اتلولۍ له سیالیو سره به په ولایتونو کې کلپونه لا نور هم تشویش شي چې کار یې ارزښت لري‌ او فوټبال ته به په اساسي‌ توګه دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده له تیریو دریو کلنو راهیسې په کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو له پیلیدو سره د کلپونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ نه وې ترسره شوې چې نن یو ځل بیا پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې اوس مهال په دوه دیرشو ولایتونو کې د فوټبال کلپونه له دوی سره ثبت او راجستر دي چې په هر ولایت کې لس د فوټبال کلپونه فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG