د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې محکوم ترهګر او د قربانیانو کورنۍ مخامخ کیږي


د " قانون په منګولو کې" یوه تلویزوني خپرونه ده چې محکوم ترهګر او د وژلو شویو د کورنیو غړي سره مخامخ او غږوي.
د " قانون په منګولو کې" یوه تلویزوني خپرونه ده چې محکوم ترهګر او د وژلو شویو د کورنیو غړي سره مخامخ او غږوي.

په عراق کې یوې تلویزیوني خپرونې هڅه پیل کړې چې محکوم ترهگر او د ترهگرۍ قربانیان سره مخامخ کړي. حېدر علي موتار، نژدې یوه میاشت وړاندې په بغداد کې د یو لړ ترهګریزو فعالیتونو له کبله محکوم شو. دی تورن و چې د اسلامي دولت د اورپکې ډلې په استازیتوب یې په بغداد کې د یو لړ موټر بمب چاودونو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

دغه ۲۱ کلن ځوان د " قانون په منګولو کې" په نامه په یوې مشهورې تلویزونې خپرونې کې وښودل شو.

د " قانون په منګولو کې" تلویزوني خپرونه په ترهګرۍ محکوم کسان، په ترهګریزو بریدونو کې د وژلو شویو د کورنیو له غړو سره مخامخ او غږوي.

دغه تلویزوني خپرونه د موسیقۍ، کارتون او ګڼو نورو خپرونو ترڅنګ، په دولتي چاینل العراقیه کې خپریږي، چې هدف یې له عراقي سرتېرو سره د خلکو د مرستو او ملاتړ جذبول ښودل کیږي.

عراقي سرتېرو د تېر پسرلي په جنګ جګړو کې یو شمېر سیمې د اسلامي دولت ډلې ته پرېښودلې، اسلامي دولت اوس د عراق پر درېیمې برخې کنټرول لري.

تېره اونۍ په ساړه موسم کې، په بغداد کې د العراقیې تلویزون د دغې خپرونې کار کوونکي په اتو زغره وال ګاډو کې له یو شمېر سرتېرو سره یوځای، هغې سیمې ته ورغلل چې، حېدر علي موتار په کې د یوې بمي چاودنې د ترسره کولو په تور محکوم شوی دی.

ګڼ ګاډي د تلویزون د دغو کارکوونکو د لیدلو لپاره په سړکونو کې ودرېدل او لارې یې بندې کړې، خو سرتېرو وشړل.

موتار له زغروال ګاډي څخه ښکته کړل شو او په همدغې سیمې کې په یوې چاودنې کې د وژل شویو د کورنیو له غړو سره مخامخ کړل شو.

د وژل شوي یو خپلوان چېغې وهلې " ماته یې په لاس راکړﺉ چې ټوټې ټوټې یې کړم. "

کیمره مین د ماتار په ژېړو جامو کې مایک ونښلوه، هغه د بغداد په یو لوی سړک کې ولاړ و او شاوخو کسانو ورته په بد نظر کتل.

کیمره مین ورته وویل " یو څه ووایه! " ډار شوي ماتار وپوښتل " څه ووایم؟ "

کیمره مین وویل میک چک کوم " یوازې ۱،۲،۳،۴ ووايه."

کله چې کیمره تیاره شوه، د خپرونې چلوونکي احمد حسن له وروستل شوي محکوم ماتار سره خبرې پيل کړې.

یو ځوان هلک چې پلار یې همدغلته په چاودنې کې وژل شوی و، په ویلچیر- د معیوبینو لپاره کراچۍ- کې راوستل شو، کیمره مین خپل کار کاوه، خو ماتار د دغه کس په لیدو په ژړا شو.

عراق نژدې هره ورځ د بمي چاودنو شاهد دی، خو د دغې تلویزوني خپرونې اصلي هدف د دې ښکاره کول دي چې عراقي ځواکونه مجرمین او په ترهګریزو پېښو کې ښکیل کسان محاکمې ته راکشوي.

دغه تلویزوني خپرونه تېر کال پېل شوې ده.

د خپرونې چلوونکي احمد حسن د فرانسې خبري اژانس ته وویل " موږ په پټو کیمرو کې اخیستل شوي فلمونو کې دا ښکاره کوو چې، تورنو کسانو له چاودیدونکو توکو ډک ګاډی څنګه ځای په ځای کړی، څنګه یې الوزولی او څنګه یې خلک وژلي دي. موږ غواړو چې د پېښو کره د شواهدو او اسنادو په اساس یوه خپرونه جوړه او خلکو ته یې وښیو. "

په دغې تلویزوني خپرونې کې کله ناکله هغه صحنې هم ښودل کیږي چې سرتېري په کې مشکوک کسان نیولي دي، پولیس د دغې خپرونې کارکوونکو او کیمره مین ته اجازه ورکوي چې اسناد او شواهد وګوري او فلم یې واخلي.

ښاغلي حسن وویل " موږ ټول اسناد او شواهد لیدوونکو ته ورښکاره کوو. موږ د شک هېڅ ځای هم نه پرېږدو، موږ دا ښکاره کوو چې دغه سړی مجرم دی او باید سزا وویني."

دی وايي ټول نیول شوي مشکوک ترهګر په مخامخ مرکو کې په خپلو جرمونو اعتراف کوي او کله چې مجرم د قاضي په مخکې په خپل جرم اعتراف وکړي، دوی یې بیا فلم اخلي.

عراق له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې، هره ورځ د چاودنو او نورو ترهګریزو بریدونو شاهد دی.
عراق له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې، هره ورځ د چاودنو او نورو ترهګریزو بریدونو شاهد دی.

خو د بشري حقونو د څار ډلې په عراق کې د بندیانو د اعتراف په اړه اندېښنې لري، ډېر دغه بندیان په پټو او ځانګړو ځایونو ساتل کیږي.

د بخښنې د نړیوال سازمان یوې چارواکې ډوناتیلا رویرا وویل " د عدلیې سیسټم او د بندیانو د حقونو د خوندیتوب سېسټم ډېر کمزوری دی، په ځانګړي ډول د هغو بندیانو د حقونو د خوندیتوب سیسټم چې د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي. دا ناممکنه ده چې دغه بندیان دې په ازاد ډول خبرې وکړﺉ شي. "

هغې زیاته کړه " په تېرو څو میاشتو کې ما په عراق کې د یو شمېر بندیانو له کورنۍ سره ولیدل، هغوی شکایت کاوه چې خپل بندي عزیزان لیدلی نه شي. د دغو بندیانو مدافع وکیلان هم همدغه شکایت لري. "

د بخښنې نړیوال سازمان په سپتمبر کې په خپلې یوې اعلامیې کې د عراق د عدلیې سیسټم په اړه لویه اندېښنه ښودلې وه.

خو د عراقي تلویزونونو په خپرونو کې دا ډول اندېښنو ته ډېر کم ځای ورکول کیږي.

د تلویزونونو د دغو خپرونو تر څنګ، د تجارتي اعلانونو پر مهال د هغو سندرغاړو او هنرمندانو سندرې خپریږي چې له عراقي سرتېرو سره یې په عملیاتو او ګزمو کې برخه اخیستې او حماسي او د هېواد سندرې یې ورته ویلي دي.

په یوې بلې تلویزوني خپرونې کې چې " چټک غبرګون " نومیږي، خبریال له سرتېرو سره سفرونه او مرکې کوي او له خلک یې له حال احواله خبروي.

د دغو خپرونو هدف خلکو ته د هغو ستونزو او کړاوونو ښودل وي چې پوځ یې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو کې ګالي.

XS
SM
MD
LG