د لاس رسي وړ اتصالات

مومند: په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کیږي


په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو د چارو مسؤل
په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو د چارو مسؤل

د خیبر پښتونخوا پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو تر برید او د شاوخوا ١٥٠تنو د وژل کیدو نه وروسته د پاکستان د خیبر پښتونخوا حکومت په پیښور کې افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی دی چې له ښارونو څخه و وځي او کډوالو ته ځانگړې شویو کمپونو ته ستانه شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د مهاجرینو د چارو مسؤل مصري خان مومند وایی پولیسو د پاکستان په مختلفو سیمو کې افغان مهاجر نیولي دي او هغه مهاجر هم ځوروي چې په کمپونو کې اوسیږي.

ښاغلي مومند زیاته کړه چې د افغان مهاجرو مسله د صوبایی حکومت په واک کې نه بلکې د پاکستان د مرکزي حکومت په واک کې ده. د هغه سره نزرانې یوسفزۍ مرکه کړیده چې دلته یې اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG