د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکتر عبدالله د کابینې د ځنډ دلیلونه څرګند کړل


عبدالله عبدالله او د افغانستان د ولسي جرگې رئیس
عبدالله عبدالله او د افغانستان د ولسي جرگې رئیس

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله، ویلي دي چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې له مراسمو څخه څه دپاسه درې میاشتې وروسته تر اوسه پورې ولسمشر یواځې د دوو وزیرانو نومونه چې یو یې د دفاع وزیر او بل یې د مالیې وزیر دی د هغه سره شریک کړي دي.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د ولسي جرگې د رئیس او غړو سره خبرې کولې همداشان وویل چې د کابینې د ځنډیدو یو دلیل د ولسمشر غني ټینگار په داسې شرایطو و چې یو شمیر یې حتی قانوني هم نه دي.

د افغانستان د حکومت د اجرایي رئیس مطبوعاتي دفتر د ښاغلي عبدالله له خولې لیکلي دي " په پارلمان کې د خلکو د استازو ترمنځ د نوماند وزیرانو په نه گډون باندې د ولسمشر د ټینگار وروسته مونږ د کابینې د معرفۍ د کار د چټکتیا په خاطر د ولسمشر دا ټینگار او غوښتنه هم ومنله. که څه هم چې له وړاندې نه ددې ډول شرط طرحه کول هیڅ ډول قانوني بنسټ نه لري."

ښاغلي عبدالله ویلي دي چې هغه د ولسمشر غني دا مخکې له مخکې شرط چې د تیر حکومت وزیران باید د ملي وحدت په حکومت کې غړیتوب ونلري منلی دی.

د ولسمشر نابشپړ فهرست

ولسمشر او د افغانستان د حکومت اجرایي رئیس سره توافق کړی دی چې د ۲۵ وزارتونو له جملې څخه ۱۳ وزیران ولسمشر او ۱۲ وزیران اجرایي رئیس وټاکي.

ښاغلي عبدالله د ولسي جرگې استازو ته ویلي چې هغه د شپږ نوماند وزیرانو نومونه ولسمشر ته وړاندې کړي دي، خو ولسمشر غني د هغووزیرانو په ټاکلو کې جدي عمل نه دی کړی چې هغه یې باید وټاکي.

ښاغلي عبدالله ویلي چې " د تیرې شپې په خبرو کې کله چې مونږ د نوماندو وزیرانو په نومونو خبرې کولې، له دوو نومونو پرته یعنی د دفاع او مالیې له وزیرانو څخه پرته بل هیڅ نوم د هیواد د ولسمشر سره نهایی شوی نه و. په داسې حال کې چې مونږ له تیرو اونیو راهیسې د ټولو هغو نوماندانو لیست چې زمونږ له لورې معرفي کیږي برابر کړی دی او له دې جملې څخه د شپږو نوماندانو نومونه مو د ولسمشر سره شریک کړي دي."

ولسمشر غني دمخه په نژدې راتلوونکې کې د کابینې د معرفي کولو په هکله خبرې کړې وې، خو تر اوسه هیڅ یو نوماند وزیر ولسي جرگې ته نه دی معرفي شوی.

په همدې ترڅ کې ښاغلي عبدالله ویلي دي، تمه لري چې ولسمشر غني د روانې اونۍ تر چارشنبې پورې د خپل نظر وړ نوماند وزیرانو نومونه وړاندې کړي.

د افغانستان د کابینې په جوړیدو کې ځنډ د یو شمیر کارپوهانو په اند د حکمتي چارو د وروتوب سبب شوی او برسیره پر دې یې د ملي وحدت د حکومت د پایښت په هکله اندیښنې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG