د لاس رسي وړ اتصالات

حوثي ملیشو د یمن د صدراعظم کور محاصره کړی


د دوشنبې په ورځ په صنعا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د پوځ او حوثي ملیشو ترمنځ نښتې شويدي.
د دوشنبې په ورځ په صنعا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د پوځ او حوثي ملیشو ترمنځ نښتې شويدي.

یمني چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ، د حکومت او حوثي ملیشو ترمنځ د اوربند د موافقه نه څو ساعته وروسته، حوثي ملیشو د صدراعظم د اوسیدو ځای محاصره کړ.

د حکومت ویاند وویل چې هغه وخت چې د صدراعظم کور محاصره شو، صدراعظم خالد بحاح د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې و. د ولسمشرۍ ماڼۍ د صنعا د ښار د تحریر څلور لارې ته نږدې موقعیت لري.

د حوثي د قوم ملیشو دا نه دې ویلي چې د صدراعظم کور یې ولې محاصره کړی دی.

د دوشنبې په سهار، حوثي ملیشو د صدراعظم د موټرو په کاروان باندې برید وکړ خو په برید کې هغه ته زیان و نه رسید.

عیني شاهدینو ویلي دي چې په سیمې کې یې د ډزو او چاودنو اوازونه اوریدلي دي. د سیمې نه ملکیان هم د تښتي په حال کې لیدل شوي.

یمني چارواکو ویلي دي چې په نښتو کې درې ملکیان وژل شويدي.

د حوثي ملیشو لخوا د یمن د دولتي راډیو تلویزیون د ودانۍ د نیولو په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شویدي.

د حوثي د قوم وسله وال د یمن د زیدي شیعه ګانو لپاره د ډیرو حقوقو غوښتنه کوي. دوی د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشتې کې هم د صنعا یو شمیر سیمې ونیولي خو وروسته یې بیا د حکومت سره موافقه وکړه.

د شنبې په ورځ، د حوثي ملیشو د ولسمشر د دفتر رئیس برمته کړ. د هغه د برمته کولو هدف دا و چې هغه مجلس اخلال شي چې د اساسي قانون د مسودې د برابرولو لپاره جوړیدی.

XS
SM
MD
LG