د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې د یو ملکي وګړي د وژل کیدو وروسته د طالبانو پر خلاف لاریون شوی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بدخشان ولایت د درایم په ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا د یو ملکي وګړي د وژل کیدو وروسته ددغې ولسوالۍ په لسګونو اوسیدونکو د طالبانو په خلاف لاریون کړی دی.

د بدخشان په ولایت کې یوې سرچینې د نوم د ښودلو پرته امریکا غږ ته وویل چې دا لاریون د جمعې په ورځ مې درییم (ثور۱۴) ددغه ولایت د درایم په ولسوالۍ کې وروسته له هغې وشو چې د سیمې یو شمیر اوسیدونکود طالبانو له خوا په دغه ولسوالۍ کې د کوکنارو د فصل د اړولو مخالفت وکړ او په پایله کې یو ولسي وګړی ووژل شو.

د طلوع نیوز تلویزیون هم د جمعې په ورځ د سیمې د اوسیدونکو د معلوماتو پر اساس په یو راپور کې ویلي چې دا ملکي وګړی د طالبانو د امنیتي ساتوونکو سره د کوکنارو د کروندو په سر په نښتو کې وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه په ایکس پاڼه لیکلي: ‏«د کوکنارو د کښت او کروند د ممنوعیت په اړه د امیرالمومنین حفظه الله فرمان څرګند دی، چې پولیس یې د تطبیق مکلفیت لري. په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو په موخه کومه پيښه چې رامنځ ته شوې وه، موږ د دې پيښې په اړه د بدخشان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په ‏اړیکه کې یو او د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د خلکو په همکارۍ دغه ستونزه حل کړي. اوس مهال وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی او د پولیسو تر کنټرول لاندې دی.»

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر لاریون کوونکي چې یو تابوت هم ورسره دی د طالبانو په ضد شعارونه ورکوي.

په دغه ويډيو کې لاريون کوونکي ادعا کوي چې د طالبانو امنیتي ساتونکي يې کورونه ته ننوتلي اوښځې يې بې ستره شوې دي.

سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې اوس د درایم په ولسوالۍ کې وضعیت بیرته عادي حالت ته ګرځیدلی دی. خو ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي چې دغه لاریون د شنبې په ورځ هم روان وو.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د کوکنارو د فصل له منځه وړلو خبرونه ورکړي دي.

ددغه وزارت د نشه یي ټوکو سره د مبارزې معینیت د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ ( ثور۱۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پوليسو د نشه يي کروندو له منځه وړلو په عملياتو کې ۱۳۱ جريبه کوکنار د بدخشان په کشم، درايم، بهارک او جرم ولسواليو او ۴۸۹۸۹۷ مربع متره ځمکه د بلخ په چمتال، چهاربولک او البرز ولسواليو کې له کوکنارو پاکه کړې ده.

همداشان دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ مې اول ( ۱۲) ویلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په لغمان کې ۱۴۶ جریبه کوکنار، په کندز کې ۱۵ جریبه، بغلان کې ۴ جریبه او د سرپل په ولایت کې په څه باندې دوه جریبه ځمکه کوکنارو کښت اړولی دی.

د بدخشان ولایت په افغانستان کې په څو هغو ولایتونو کې شامل دی چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیله د بندیز وروسته په کې په پراخه کچه کوکنار کرل کیدل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG